ولسمشر غني: سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو داسې سوله چې د ټولو مېرمنو حقونه په کې خوندي وي

روهي( څلورنۍ/۱۶ د سلواغې )،  محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن ورځ د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو د ښځو له استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې وکتل.

په دغه غونډه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، ډاکټر بنفشې بهار نبي زاده، سولې نسیمي سادات ، عایشې شاهي، فریبا نوري او نرګس حسن زۍ د نورو په استازیتوب د ویناوو پرمهال د روغتیا، سپورت، پوهنې، لوړو زده کړو، مدني ټولنې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې د ښځو ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

یادو ویناوالو ښځينه ډاکټرانو ته د کاري زمینو، د معیاري روغتونونو د نشتون، د بې کیفیته درملو، د روغتیایي کارکوونکو د امنیت د تامین، د دولتي او خصوصي روغتونونو د خدماتو د څارنې، د ښځو لپاره د ورزش د مناسب او خوندي ځای او بودجې ، په ادارو او سپورتي ځایونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض او د ښځو د عالي شورا جوړولو ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

دوی همدارنګه د رهبرۍ په کچه د ښځو دحضور، د مسلکي ښوونکو د کموالي او د معیاري نصاب د نشتون، پوهنې وزارت کې د څوکیو د انحصار د مخنیوي، د پوهنې اولوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو، د پوهنې وزارت د ډیجیټلي کېدو، په شخصي پوهنتونونو کې د لوړو فیسونو د مخنیوي، ښځینه زندانیانو او د هغوی ماشومانو ته، د ښوونکو ستونزو، سوداګرو ښځو او د خصوصي متشبثینو لوړو مالیاتو ته د پاملرنې، د لاسي صنایعو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې شته ستونزې او د هغو حللارې یادې کړې.

ولسمشر غني له یادو ویناوالو څخه له سانسور پرته د خپلو وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، زه ویاړم چې افغان ښځه د قدرت او قوت بېلګه ده.