د ولسمشر د فرمان پر اساس، اته دولتي ادارې د ملي پراخيتا په نوم اداره کې سره مدغم شوې 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کور جوړونې، ساختماني اداره، افغان دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي،  د غوري د سمنټو فابريکې، د جبل السراج د سمنټو فابريکه، دارزاق تصدي، او د ننګرهار کرنيزه تصدي د ملي پراختيا په نوم يوې ادارېط کې سره دننه شوې. 

په دې فرمان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملياتي ادارې مرستيال عبدالرحمان عطاش د نوې جوړې شوې ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی دی. 

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه فرمان کې ماليې وزارت ته لارښوونه کړې ده، چې د يادو اتو شرکتونو پانګې مالومې او د ملي پراخيتا ادارې ته يې وسپاري.