حامدکرزی

 تر ډېرو ګونګسو او ښايي تر ډېروچنو او معاملو وروسته ولسمشر حامد کرزی له خپلو دوو مرستيالانو سره يو ځل بيا دولسمشرۍ لپاره ټاکنيز مصاف ته ورګډ شواو دا ځل به يې ځکه ګټي ، چې د هېواد يوازني(ژوندي) مارشال هم اوږه ورکړې او ښی وزر يې دی. ولسمشر کرزی دا ځل خپل ولس ته نوی پيغام لري، چې :« غم مه کویء دا ځل مارشال راسره دی او افغانستان به د همدې مارشال په پلان درته جوړوم.»
پنځه کاله وړاندې ، چې ښاغلي کرزي ځان ولسمشرۍ ته ونوماوه، د ولس ډېر پراخ ملاتړ ورسره و او له همدې امله يې خپل سيالان په ډېرې اسانۍ مات کړل. ولس يې ځکه ملاتړ کاوه، چې غوښتل يې دی د بن له تحميلي شرايطو او بنديزونو او له تپل شويو څېرو خلاص کړي او ده ته اوږه ورکړي، چې په رښتيا خپلې ژمنې عملي کړي او دا ولس له جنګسالارانو وژغوري ، جنګي جنايتکاران محاکمې ته راکاږي او کار په رښتيا د کار اهل ته وسپاري . خو کله چې کرزی ولسمشر شوله بده مرغه هماغه جنګسالاران ، جنګي جنايتکاران او ملي خاينين يې په خپل حکومت کې راټول کړل او پر خلکو يې وتپل .او په پايله کې يې ګورو چې ولس ورځ په ورځ له دولت څخه واټن اخلي او د طالبانو ليکو ته ورګډيږي ،ولس له اداري فساد څخه سږمو ته رسېدلی ، مافيا يې په حکومت کې دننه حکومت جوړ کړی،او دافغانستان پېژند پاڼه اوس مخدره توکي ګرځېدلي . د همدغو جنګسالارانو له برکته پر صغيرو نجونو تېری کيږي ، دخلکو ځمکې غصبيږي او افغانان په خپلو پلرنيو کلو کې له کور او ځمکې څخه محروميږي او په زندانونو کې کلابند کيږي.
که څه هم ولس ډېرې ساده پوښتنې لري ، خو کله يې هم ځواب نه دی ترلاسه کړی. د بېلګې په توګه موږله کرزي نه پوښتنه کوو، چې تا په اسدالله خالد کې څه ليدلي ، چې څو کاناډايانو په زوره درباندې لرې نه کړ تا د خلکو داد او فرياد ته غوږ ونه نيوه، که ستا د ورور شريک نه و ، نور يې نو څه کمال درلود چې دا د تاجېکستان ډاکتر(!؟) دې بيا وزارت ته معرفي کړ؟په کوم لياقت ، او په کوم اهليت؟
بله پوښتنه دا ده ، چې ته څنګه کولی شې هغه فهيم خان چې تا ته به يې مخامخ بد رد ويل او مارشالي يې په زوره درڅخه واخيسته ، بيا د خپل مرستيال په توګه وټاکې. زموږ هېر نه دي ، چې څنګه به يې په ارګ کې بدمعاشي درسره کوله او همدا چې ته به کومه خوا نهام شوې، ده به د يوسف ( بې) اعتبار په مرسته ټول پوستونه له خپلو خلکو ډک کړل ، چې پايلې يې موږ تر اوسه پر غاړه وړو. چېرته به چې دګټې معامله وه ، ده به روا اوناروا ځان په کې شريک کړی و. زه نه پوهېږم ، چې ايا زموږ شريفو تاجېکانو ته تر دې بل لوی توهين کېدای شي ، چې ورته ووايو په تاسو کې له فهيم خان پرته بل سړی نه شته! د کرزي په واکمنۍ کې احمدشاه مسعود ملي اتل!؟ شو، پنجشېر ولايت شو ، فهيم خان مارشال شو، احمد ضيا مسعود د ولسمشر لومړی مرستيال شو، د دفاع وزارت بسم الله خان ته ، د امنيت رياست امرالله صالح ته ، د ولسي جرګې رياست يونس قانوني ته ، د کورنيو چارو وزارت مقبل ته او ډېر نور امتيازات همداسې درواخله. آيا د نجيبوتاجېکانو استازي يوازې همدا د پنجشېر شورای نظار دي او آيا په دوی کې يوازې همدا خلک سړيتوب لري؟ که نه ماته دې ووايي، چې په ضيا مسعود، فهيم خان، قانوني ، بسم الله خان او امرالله صالح کې کوم يو يې زيات تر زياته تر لېسانس پورې زده کړې لري او يا په کومه بله ملي او يا بهرنۍ ژبه پوهيږي؟ زه چې هر څومره فکر کوم، د دومره ډېرو امتيازاتو لپاره له هغه يوې کيسې پرته بله توجيه نه شم موندلی:
وايي، يوه سړي فکر کاوه چې موږک شوی او چې کله به يې پيشو وليده نو منډې به يې وهلې ، چې هله پيشو ده. سړی ډېر وخت په روغتون کې و او تر اوږدې درملنې وروسته يې بالاخره قناعت وکړ، چې دی موږک نه بلکې سم سړی دی اوله روغتون څخه رخصت شو. همدا چې له روغتون څخه ووت ، سترګې يې بيا پر پيشو ولګېدې او په منډه روغتون ته ننوت، چې هله پيشوده! ډاکتر ورته وويل، نو ته خو اوس پوهېږې چې موږک نه يې بلکې سم سړی يې. سړي ځواب ورکړ: سمه ده زه پوهېږم چې سړی يم ، خو آيا پيشو هم په دې پوهيږي ، چې زه موږک نه يم او سړی يم؟
افغان ولس حامد کرزي ته رايه ورکړه او ورته ويې ويل ،چې اوس ته سم پاچا يې ، نور په شورای نظار او فهيم خان او بل او بل کې ری مه وهه،خو دی وايي چې آيا شورای نظار هم په دې پوهيږي چې زه پاچا يم؟ او دا دی له دومره ډېروترخو تجربو يو ځل بيا يې موږ ته (مار چال) راوست.
هغه بله ورځ کريم خليلي او سرور دانش له کرزي څخه د ملاتړ په ترڅ کې خپلوپلويانو ته ډاډ ورکاوه، چې دا ځل په حکومت کې موږ ته شل په سلو کې ونډه راکول کيږي او جاغوري او بهسود به هم د ولايتونو کچې ته پورته کيږي، نو چې خليلي سره يې د خليفه له جېبه داسې له سخاوته ډکې ژمنې کړې وي ، له فهيم سره به څه حال وي. اګر چې هغه چندان ژمنو ته اړتيا هم نه لري په خپله بدمعاشۍ يې په زوره ترې اخلي. زه نه پوهېږم ، چې داموږه بايد د کومې ګناه جزيه شورای نظار ته ورکړو، يوازې د دې لپاره چې کرزی زموږ پاچا وي؟
تاسې فکر مه کویء ، چې دا کرښې زه د شخصي حب او بغض له مخې ليکم، زه يوه ډېره ساده پوښتنه ستاسو پروړاندې ږدم:
کله چې کرزی واک ته ورسېديوازې د پاکستان پولو ته څېرمه خال خال جګړې وې، خو اوس په ټول هېواد کې خال خال امنيت شته او اوس حتی د فارياب، جوزجان او بغلان په څېر ولايتونو ته هم جګړه رسېدلې. په کابل کې خويوازې پروسږ کال د غويي د اتمې نېټې پېښه د بېلګې په توګه بس ده .
د مخدره توکو توليدتقريباً صفر ته رسېدلی و، خو اوس افغانستان په يوازې ځان د نړۍ 90٪ ترياک توليدوي او ورسره اوس موږ له څه باندې يو ميليون معتادين( چې اکثره يې ځوانان او د کار ځواک جوړوي) او د يوه موازي حکومت په څېر مافيايي شبکه اوپه نړيواله کچه د نارکو سټېټ په نامه شهرت لرو.
د اداري فساد له مخې افغانستان اوس د نړۍ په پنځو ټاپ هېوادونو کې راځي ، چې د 35 ميليارد ډالرو دمرستو غيب کېدل يې غوره بېلګه ده . له يو لړ سړکونو او يو شمېر ښوونځيو پرته نوره مهمه لاسته راوړنه او کارنامه يې تاسو پيدا کړیء.
غلا ، تښتونې او جنسي تېري چې د طالبانو په وخت کې يې خلکو نوم هېر کړی و، اوس يې پر خلکو ژوند حرام کړی دی.
د ملي هويت، ملي غرور او ملي ګټو حال درواخلیء! کابل ، هرات او مزار خو کله کله داسې ښکاري لکه د ايران مربوطات چې وي . هرات او شاخوا ولايتونه خو د حسين انوري په لاس ايران ته ډالۍ شول. که امريکا ووايي ، چې ايران په افغانستان کې لاسوهنه کوي ، نو زموږ منتخب حکومت وايي،چې خدای دې نه کړي.
هره ورځ زموږ بې ګناه افغانان کله په بمباريوکې، کله د کورونو په پلټنو کې اوکله هم د سړکونو پر سر وژل کيږي، آيا تراوسه د يوې وژنې عامل چا نيولی او يا محکمې ته راکښل شوی.
افغانانو ته په کور دننه او بهر رنګارنګ سپکاوی او بې عزتی رسيږي( چې د ايران مهاجرين، داسټراليا په اوبو کې د افغانانو سوځېدنه ، په اماراتوکې د افغان کارګر وحشيانه ربړونه يې تازه بېلګې دي) ، آيا د کوم افغان پر سر غيرت شوی او پوښتنه يې چا کړې ده؟
که دا لړۍ پسې وغځوو د اونۍ څېرې له حوصلې څخه ډېر وړاندې لاړ شو،خو زما پوښتنه دا ده چې تاسې وګوریء افغانستان د کرزي په واکمنۍ کې له کوم ځای څخه تر کومه ځايه ورسېد. موږ له کرزي څخه دا ګېله نه کوو او نه دومره لويه تمه ترې لرو ، چې ولې دې افغانستان له بحران څخه راونه ايست ، بلکې ګېله مو دا ده چې ولې دې افغانستان يوځل بيا بحران ته ورټېل واهه او له هغو تاريخي چانسونو څخه دې استفاده ونه کړه ، چې زموږ لاسته راغلي وو.
ښايي ځينې لوستونکي ووايي، چې د بحران اصلي مسوول خو دی نه بلکې امريکايان دي ، نو دلته خو بيا دا پوښتنه راپورته کيږي ، چې که کرزی د بحران مسووليت نه لري نو بيا خو هسې د يوه بېواکه سمبول په توګه ناست دی. نو بيا خوکه موږ پاچا ولرو او يا يې ونه لرو توپير به يې څه وي. او که نه وي لابهتره ده ، ځکه ولس به هسې نهغوليږي ،چې موږ حکومت لرو او پاچا لرو ، بلکې خبره به سمه روښانه وي او طرف به هم معلوم وي.
نوزه داسې وايم ، چې که څوک نه شي کولی د احمدشاه بابا رول ولوبوي ، نو د لمسيانو رول ته يې څه اړتيا ده اوپه داسې پاچاهۍ کې به څه خوند وي؟
اوس چې بيا د ولسمشرۍ ټاکنې رانږدې دي او دا دی کرزي يوځل بيا ځان کانديد کړ، زما په اند ولسمشر کرزی يې بايد بيا وګټي ، ځکه چې دی پر خپلو سيالانو يوه څرګنده برلاسي لري او هغه د ده اوه کلنه تجربه ده. ښايي تاسو نيوکه وکړیء ، چې تر اوو کلووروسته د وزيرانو په توګه د اسدالله خالد، صديق چکري او انور جګدلک په څېر د بې کفايته کسانو ټاکنه خو چندان تجربه نه ده ،خو زما منظور دا ډول تجربه نه ده ، بلکې زما منظور د پردو تر شا د معاملو، د سيالانو تر منځ د درزونو د اچولو ، د خپلو د قربانولو او د پرديو د خوشحالولو، د خپل ولس پر وژنو او سپکاويو د سترګو پټولو او بيا د کميسونونو د جوړولو تجربه ده. البته ولسمشر کرزی ځينې ښه صفتونه هم لري . په دې کې شک نشته ، چې هغه ډېر زړه سواند او مهربانه دی، شخصاً يې هېڅوک نه دي وژلي او حتی کله کله په لويو مجلسو کې دخپلو ولس د وژنې له امله خپله ژړا هم نه شي ټينګولی ،خو آيا د ده ښّ سړيتوب او د ده ژړا به دولس اوښکې وچې کړای شي!؟
يقيناً چې تاسو به په تېرو اووکلوکې د خپل ولسمشر د ژوند او شخصيت په اړه ډېر څه اوريدلي او لوستي وي ، نو له همدې امله ما د ده د ژوند ليک ليکلوته ډېره بيړه ونه کړه او لومړی مې دخپل زړه بړاس وايست. نور تاسو په انتظار کې نه پرېږدم دا هم تاسې او دا هم د ولسمشر حامد کرزي ژوندليک:
زوکړه : حامد کرزی دکندهار په کرز ولسوالې کې د1957 د ډسمبر پر 24 نېټه زېږيدلې دی. پلار يې عبدالاحمد کرزی نوميږي او د ډيموکراسي په لسيزه کې دپارلمان مرستيال تېر شوې ، کرزي خپلې لومړنې زده کړې دمحمودهوتکي په ښوونځي او منځنۍ هغه يې دسيدجمال الدين او حبيبيې په لېسه کې بشپړې کړې دي او په سياسي علومو کې يې دهندوستان په جواهر لال نهروپوهنتون کې لوړې زده کړې تر سره کړې دي . حامد کرزی شپږ ورورنه يو ه خور لري او په 1999ز کې يې له ډاکتر زينب قريشي سر ه واده وکړ . نوموړی دميرويس په نوم يو زوی لري ، چې د2007 ز دجنورۍ پر 25 مه نېټه يې نړۍ ته سترګې پرانېستې . کرزی داس له سپرلۍ ا ومطالعې سره ځانګړې مينه لري .

حامد کرزي د2001 ز دسپټمبر له يولسمې او په افغانستان کې دطالبانو له سقوط وروسته دامريکايي ځواکونو او شمال ټلوالې په مرسته واک ته ورسېده . د2002 ز په سپټمبرکې د ده د وژنې ترهګريزه هڅه وشوه،خو بخت ورسره ياري وکړه همدارنګه په 2008 ز کې يې لا هم په دې نړۍ کې اوبه او دانه پاتې وه کنه دغوايي پر اتمه به له دې نړۍ کوچيدلی و .
52 کلن حامد کرزی دپښتنو له ېوې مهمې پښې پوپلزيو سره تړاو لري، نوموړی په يوې داسې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې، چې په سياست کې ښه لاس لري . پلار يې عبدالاحد کرزی دپخواني پاچاپه وخت کې دولسي جرګې غړی و. دپوپلزيو قبيله د محمد داود خان تر کودتا وروسته، چې په 1973 ز کې ېې دخپل داکا زوی پر ضد وکړه، لاهم له ظاهر شاه سره ټينګې اړيکې درلودې .
حامد کرزی ، چې دهندوستان له کوم پوهنتون څخه يې په سياسي علومو کې ماسټري تر لاسه کړې کومه ځانګړې ايډيولوژي نه لري، نوموړی قومي مشر دی داصلاح خوب او خيال يې په سر کې ګرځي خو وس او وړتيا يې نه لري. کرزی په خپل چلند کې لويديځ ته ډېرميلان لري، خو دا د دې مانا نه ورکوي ،چې نوموړی دې له فکري اړخه ليبرال يا سيکولر وي . کرزی زړه راښکونکې څيره لري ، ښه وياند دی ، له پښتو او پاړسو سربېره يې انګليسي هم زده ده .
پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد له يرغل وروسته حامد کرزی دحکمتيار ، مسعود ، رباني او نورو په څير مشهوره څيره نه وه. د پير سيد احمد ګيلاني په محاذ اسلامي کې عادي غړی و . په 1992 ز کې د ډاکتر نجيب الله دحکومت له ړنګيدو وروسته ، چې واک برهان الدين رباني ته وسپارل شو کرزی دبهرنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه وټاکل شو ،خو دمجاهدينو دجګړو له کبله ونه توانيده ، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي ان هغه مهال داسې خبرونه تر لاسه شوي و، چې دخپل نوي مرستيال مارشال فهيم له خوا، چې هغه مهال داستخباراتو مشرو، زنداني او وهل شوی دی . له دې وروسته کرزی دپاکستان او امريکا ترمنځ ګرځيده ، په 1994 ز کې ، چې کله طالبان راوپنځيدل دکرزي اړيکې ورسره ډېرې دوستانه وې . دغه اړيکې هغه مهال ترينګلې شوې ،چې کله نامعلومو وسله والو يې د جومات پر وړاندې پلار عبدالاحمد کرزی ترور کړ .
د2001 ز په ډسمبر کې دالمان په بن کې دملګرو ملتونو په هڅه او سپارښتنه دافغانستان جنګي ډلې راغونډې شوې او کرزي يې دلنډمهالې ادارې دمشر په توګه وټاکه . دغه مهال کرزی دا رزګان په غرونو کې له خپلو امريکايي دوستانو سره ګرځيده ،چې دعنقا مرغه يې پر سر کيناست، ويل کيږي ، چې په روم کې عبدالستار سيرت 10 رايې او خپله کرزي 2 وګټلې خو امريکايانو فکر کاوه ،چې دافغانستان لپاره ولسمشر پښتون نه وي هلته دټيکاو او امنيت خبره دنورو له وسه وتلې خبره ده خو خبر نه و ، چې داسې پښتون يې موندلې ،چې هېچا ته دنه ويلو وس نه لري او دنړيوالې ټولنې له دومره همکارۍ سره يې دپښتون پر کور داور نغری ګرم ساتلی دی .