سلوانیا کې ۵۰ کاله وروسته یو ځل بیا جومات فعال شو

روهي( څلورنۍ/۱۶ د سلواغې )، د سلوانیا د مسلمانانو مبارزې سره د کلونو وروسته لومړی جومات پرانستل شو، چې ټول خنډونه او مخالفتونه یې مات کړل.

د سلوانیا د مسلمانانو غوښتنې چې د ۵۰ کلونو وروسته په یو حقیقت بدل شو. په پلازمېنه کې د قطر په مالي ملاتړ، د مسلمانانو لپاره لومړۍ عبادت خانه جوړه شوه.

په سلووینیا کې د جومات جوړولو غوښتنه په ۱۹۶۰ م کال کې هغه وخت تصویب شوه کله چې سلوانیا خپلواکه دولت نه و بلکه د کمونست یوسلاویا برخه وه، خو له هغې وروسته جومات مخالفت کاوه.

 د یوګوسلاویا له آزادیدو وروسته، ښي اړخ افراطیانو د جومات له جوړولو سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ. په سلوانیا کې کاتولیکان د ټول نفوس ۷۳ سلنه دي، په داسې حال کې چې ۲۱ سلنه یې د نورو مذهبونو او۴.۴ سلنه یې مسلمانان دي. د جومات جوړول په ۲۰۱۳ م کال کې پیل شوي وو.