تېر کال د افغانستان لپاره خونړی کال وو 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي چې تېر ۲۰۱۹ز کال افغانستان کې ترټولو خونړی کال وو. بشري حقونو کمېسيون وايي چې په تېر يو کال کې ۱۰۷۷۲ ولسي وګړو ته  تلفات رسېدلي دي. 

د ۱۰۷۷۲ ولسي وګړو د مرګ - ژوبلې ترمنځ، ۲۸۱۷  کسان وژل شوي او ۷۹۵۵  نور ټپيان دي. دغه شمېرې د ۲۰۱۸ په پرتله لوړې شوې دي. 

بشري حقونو کمېسيون وايي چې د وژل شوي او ټپي ولسي وګړو ترمنځ ښځې او ماشومان هم شامل دي. د يادونې ده چې  د نورو کالونو په پرتله په تېر ۲۰۱۹ کال کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د نورو کالونو په پرتله ګرمې وې،