
روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وايي چې د سولې په خبرو کې بايد ټولو خواوو ته برخه ورکړل شي. د دغه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي رسنيو ته ويلي دي چې د ولسمشر له خوا د سولې ټاکل شوی پلاوی دوی ته د منلو وړ نه ده.
رحيمي وايي چې د سولې په خبرو کې بايد ټولو سياسي ډلو، څېرو او خواوو ته برخه ورکړل شي. اجرائيه رياست وايي چې له زلمي خليلزاد سره په لېدنه کې هم د سولې لپاره په يو هر اړخيز هيت خبرې شوې دي.
له دې وړاندې د حکومت اجرائيه ريئس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ويلي وو، چې د سولې لپاره شرطونه د سولې لپاره خنډونه دي او د سولې خبرې به له ځنډ سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ماڼۍ د سولې هوکړې لپاره اوربند کول لومړی شرط ګڼي.