ډاکتر عبدالله

 متحدې ! ملي جبهې ( شمالي ټلوالې) تر ډېر انتظار او ګونګوسو وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره دخپل کانديد په توګه اعلان کړ، خو له اعلان سره سم يې زور معلوم شو. فهيم خان يې مخالفت وکړ، ضيا مسعود او قانوني ځانونه تېر کړل او دوستم او محقق بيا د جلا کانديد د اعلانولو خبر ورکړ. داسې ښکاري ، چې نامتحدې شمالي جبهې له ډېرې ناچارۍ غوښتل هسې خپل وار تېر کړي، ځکه په خپله هم پوهېدل ، چې په دوی کې سړی نشته خو څه يې کړي وای خلکو ته يې ډېرې لاپې پټاقې کړې وې، اوس خو يې بايد يو څوک اعلان کړي وای. که څه هم خوارکي ډاکتر عبدالله هم ځان ډېر دېخوا او ها خوا تېر کړ او منتظر و ، چې کوم څوک د مرستيالۍ ست ورته وکړي او يا هم بهرني باداران څه اشاره ورته ورسوي او د همدې لپاره يې ډېر اوږده اوږده سفرونه هم وکړل ، خو ظالمانو سړی ناهيلی بېرته راولېږلو. کېدای شي اوس به يې ټولې هيلې په دې پورې تړلي وي ، چې په اصلي لوري کې شامېړي ډېر دي ، راځه ګوندې د دوی رايې تقسيم شي او ميدان ماته شغالي راپاتې شي ، خو دا يې هېر کړي چې که په لومړي پړاو کې رايې تقسيم هم شي په دويم پړاو کې به بيا له همدوی سره مخ کيږي. دا چې شمالي جبهې ولې دی کانديد کړ زما په ګومان اصلي لامل يې دا و ، چې مشرانو يې هر يوه غوښتل د اصلي ګټونکي سره دامتيازاتو لپاره دچنې لار خلاصه پرېږدي. دوهمه خبره دا چې د دوی په اند ډاکتر عبدالله د فيل مرغ کمال لري . وايي چې کله له فيل مرغ نه پوښتنه وشي ، چې ولې بار نه وړې نو وايي ، چې زه خو مارغه يم او کله چې پوښتنه ترې وشي ولې نه الوزې ، نو وايي چې زه خو فيل يم .ډاکتر عبدالله چې د شورای نظار په شوونيستي او سکټارېستي ښوونځي کې د احمدشاه مسعود ممتاز شاګرد و، شورای نظار ته وايي چې تاسې خو پوهېږیء زه اصلي پنجشېری يم او کله چې د قوم پر بنسټ د امتيازاتو خبره راشي بيا نو وايي ، چې زما پلا رپختون دی. د ډاکتر عبدالله سلف ببرک کارمل به هم همدا کانې کولې . ببرک کارمل په خپلو سوانحو کې ځان پښتون ليکلی و او ورور يې محمود بريالي بيا ځان تاجېک ليکلی و. په يوه مجلس کې چا پوښتنه وکړه ، چې دا څنګه کېدای شي يو ورور يې پښتون او بل يې تاجېک وي ، يوه مشر په ځواب کې ويلي و ، چې ښايي مور به يې رښتيا ورته ويلي وي. دا خلک چې د هېواد په قومي تفرقه اونفاق کې خپلې ګټې او بقا ويني ، تل د همداسې دسيسو او چل ول په فکر کې وي. شورای نظار غوښتل په همدې منظور لومړی د پخواني پاچا لمسی مصطفی ظاهر راوړاندې کړي ، خو چې ويې ليدل هغه خپلې خبرې هم نه دي زده ، له ناچاره يې همدا خپل عبدالله غوره وګاڼه. که نه دوی غوښتل د پښتنو رايې د ده له لارې ترلاسه کړي او بيا به يې د يوه نانځکې په توګه استعمالوي . ډاکتر عبدالله چې پښتنو ته ځان بښتون معرفي کوي، هغه څوک دی چې د شورای نظار د وياند په توګه يې د ډېرو پښتنو وژنه توجيه کوله او افتخار سره به يې د دوی د وژلو له امله د برياليتوب ادعا کوله. داچې ده د بن په کنفرانس کې د پښتنو فيصدي 23 ښودله ، ښايي ده به فکر کاوه ، چې تر دومره ډېرو وژنو وروسته به اوس پښتانه نيم هم نه وي پاتې .
وايي، چې اسونه يې نعلول چنډخوهم پښې پورته کړې. اوس په افغانستان کې دولسمشريزو ټاکنو کېسه همداسې ده. داسې کسانو هم ځانونه کانديد کړي ، چې څوک يې په درې منه لټۍ کې هم نه حسابوي . له دغو خبرو چې تېرشو ، راځیء يوڅه خود شمالي ټلوالې دکانديد له سوانحو څخه خبر شو.

ډاکتر عبدالله عبدالله دغلام محي الدين زمريالي زوی دی، پلار يې د ولسي جرګې په وروستۍ دوره کې انتصابي وکيل و. عبدالله د1939 لمرېز(د1960 ز) د تلې پر 15 مه نېټه په کندهار، کابل او پنجشېر کې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي.٭ ما ځکه درې واړه ولايتونه ياد کړل ، ځکه چې په بېلا بېلو اسنادو کې مې دا درې ولايتونه د ده د زوکړې دځای په توګه وليدل. لکه مخکې ، چې وويل شول دی وايی ،چې پلار يې پښتون دی ،خو بيا د همدې پلار په تخلص( زمريالی) باندې شرميږی او له شرمه يې له خپل ځان نه پلار هم جوړ کړی يعنی تخلص يا کورنی نوم يې هم عبدالله کړی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي محمد ايوب خان ښوونځي کې تر لاسه کړي دي ، او په 1976 ز کې په کابل کې له نادريې لېسې څخه فارغ شوی دی او په 1978 ز کې دکابل پوهنتون دطب پوهنځي ته شامل شو او په 1984 ز کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو .په 1985 ز کې په نور روغتون کې پر دنده وګومارل شو په روغتون کې يې خپله دنده په نيمايي کې پرېښوده او په همدغه کال پېښور ته ولېږدېده . ډاکتر عبدالله پر کال 1986 ز د پېښور دسيدجمال الدين افغان په روغتون کې د ډاکتر په توګه دنده تر لاسه کړه او دپنجشېر دجبهې سرپرست په توګه يې هم کار کاوه له دې وروسته بيا له قومندان احمد شاه مسعود سره د وياند اوسلاکار په توګه ګرځيده .
عبدالله دډاکتر نجيب الله دحکومت له ړنګېدو وروسته د 1996-1992 ز تر منځ د دفاع وزارت دوياند او دمسعود د دفتر درئيس دنده تر سره کړه او په 1997 ز کې دبرهان الدين رباني دکوڅه واکۍ پر مهال دبهرنيو چارو په وزارت کې مرستيال شو . دطالبانو دواکمنۍ پر مهال ، چې دبرهان الدين رباني حکومت په پنجشېر او خواجه بهاء الدين کې رايسار شوی و، ډاکتر عبدالله دبهرنيو چارو سرپرست و زير و. په 2001 ز کې دسپټمبر له يولسمې وروسته ، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو ورسره جوخت د شمال ټلوالې په مړ ژوانده بدن کې هم سېک راپيدا شو او نوموړی دبون په نيمګړې او قاچاقي تړون کې دبهرنيو چارو دوزير په توګه پر دنده وګومارل شو . او په انتقالي حکومت کې هم دبهرنيو چارو وزير و ، چې له ټاکنو وروسته يې دغه څوکۍ ،چې دڅو لسيزو رادېخوا دتاجکو په ګروت کې ده سپنتا ته په ميراث کې ورپاتې شوه .
ډاکتر عبدالله درې لوڼې او يو زوی لري او پر دري سربېره له انګريزي او پښتو سره هم بلديت لري او ویل کيږي ، چې يو څه فرانسوي يې هم ياده ده .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
٭ د بېلګې په توګه په دريو مأخذونو کې د ډاکتر عبدالله د زېږېدو ځای کابل ، پنجشېر او کندهار ښودل شوی. کېدای شي دهر وخت او ځای له مصلحت سره سم يې د زېږېدو ځای تغيير کړی وي.
http://www.afghan-web.com/bios/today/aabdullah.html
http://en.wikipedia.org/wiki/Abdullah_(Afghanistan)
http://aksana.blogspot.com/2009/03/blog-post_05.html