انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ هر کله چې د دندې لپاره سي وي (CV) لېږئ نو دغه درې ګرامري خبرې په پام کې ولرئ 

د يوې مسلکي سي وي لپاره مو د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې د کلمو کارونه درته په ګوته کړه. دلته د سي وي په لېکنه کې مهم ګرامر ټکي درته ښييو. 

۱- د مجهول غږ passive voice پر ځای څرګند غږ active voice وکاروئ. انګلېسي ژبه کې غږ يا د عمل ښوړدنه په دوه بڼو ده، چې مجهول غږ passive voice او څرګند غږ active voice. په لومړي کې د جملې فاعل پټ وي خو په دويم کې د جملې فاعل څرګند وي. هر کله چې سي وي لېکئ، نو د Sales were increased by me پر ځای I increased the sales استعمال کړئ. 

۲- کارو لېټر کې بشپړه جمله خو په سي وي کې بيا جمله پرته له فاعل او هغه په ټکي، دايرې او نورو نښو سره ښوودل کيږي. کارو لېټر کې ولېکئ، 
.I worked with Apple company for two yaers

او کله چې همدا جمله په سي وي کې لېکئ نو بيا فاعل مه ليکئ. 
 Worked with Apple company for two yaers*

۳- په سي وي او کاور لېټر دواړو کې تر ډېره تېره زمانه کارول کيږي، ځکه چې تاسې غواړي د خپلو تېرو تجربو په اړه مالومات وړاندې کړئ. په سي وي کې دا هم شونې ده چې که چېرې تاسې دنده لری، په اوسنی دنده کې مو خپل مسووليتونه په حال ساده زمانه کې وښيئ. 

۴- وروستۍ سپارښتنه: کاور لېټر او سي وي مو په پوره دقت سره ولولئ او بيا ځلې يې وګورئ. د همدې کارو لېټر او سي وي پر اساس يو کس د دندې لپاره شارټ لېسټ کيږي، نو که چېرې په کارو لېټر او سي وي کې تېروتنې شتون ولري په لوی لاس د شارټ لېسټ کولو چانس له لاسه ځي.