د امازون مشر (جف بزوس) يو ځل بيا د ۱۲۴ مېلېارده امريکايي ډالر پانګې په درلودو د نړۍ تر ټول شتمن کس وپېژندل شو 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د نړيوال امازون شرکت مشر جف بزوس چې پخوا يې هم د نړۍ د ترټولو شتمن کس رېکارډ جوړ کړی وو وکولی شول، چې د نېږدې ۱۲۴ مېلېارده امريکايي ډالرو پانګې په درلودو خپل پخوانی مقام خپل کړي. 

امازون وکولی شول چې د نوې رېکارډ په خپلو سره مايکرو سافت او آپل کمپنۍ له ځان شاته کړي. د مايکروسافت مشر بېل ګېټس په جف بزوس پسې نوملړ کې راغلی دی. 

امازون د برېښنايي سودګرۍ پراخه شرکت دی، چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې څانګې لري. امازون هغه وخت کښته راغلی، چې د جف بزوس ميرمنې له ده طلاق واخېست او د پانګې ډېره برخه يې ورڅخه واخېسته.