روهي (درې نۍ/۱۵د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو بحري پوځ د (W76-2) په نوم اټومي سرګولولې لرونکې وسله سمندر ته توغوي. دغه بحري وسله له ځمکې هوا او ځمکې ځکمې ته د بالسټيک مزايلو په څېر ده، خو دنده يې په بحري ځواک کې ده.
دغه بحري وسله تر ۸۸ اټومي سرګولولې لېږدوي چې د هرې اټومي سرګولې وزن تر ۹۰ زره ټن پوري دی. دغه وسله کولی شي چې يو بشپړ ښار له منځه يوسي.
د پاپيولر ماشين په نوم وېب سايټ د امريکا متحدو ايالتو د چارواکو د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې چې د جاپان پر هروشېميا استعمال شوی اټومي بم ۱۶ زره کيلو ټنه خو دغه وسله ۹۰ زره کيلو ټنه وړتيا لري.
دغه وسله د امريکا متحدو ايالتو بحري پوځ کې د Tennessee په نوم بحري اټومي وسله ځای ناستې بلل کيږي.
وروستي