د اسلامي هېوادونو کنفرانس د ټرمپ طرحه ور رد کړ 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د اسلامي هېوادونو کنفرانس تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې ناسته درلوده؛ د فلسطين او اسرائيلو لپاره يې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ طرحه رد کړه. 

د دغه کنفرانس غړو هېوادونو يو شمېر مشرانو د نړۍ له اسلامي او د دغه سازمان له فړو هېوادونو غوښتي دي، چې د ټرمپ د طرحې په پلي کېدو کې خنډ شي. 

د اسلامي هېوادونو کنفرانس په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د ولسمشر ټرمپ د سولې نومي طرحه يو اړخيزه ده، اسرائيلو ته په  کې ځواک ورکړل شوی او د فلسطينيانو حقونه په کې له منځه تللې دي. 

د اسرائيلو او فلسطين لپاره د سولې په نوم د ټرمپ طرحې د نورو برخو ترڅنګ، بيت المقدس چې  د نړۍ د مسلمانانو سپيڅلی ځای دی، د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پېژندل شوی دی.