تخار: خواښې او خسر خپله ننرګو په وهلو - ټکولو وژلې: خسر تښتېدلی خو خواښې نېول شوې ده

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د هېواد شمالي تخار ولايت کې د کورنۍ تاوتريخوالي په پايله کې خواښي او خسر خپله تر مرګ وهلې او په روغتون کې يې ساه ورکړې. 

ځخايي چارواکي وايي چې پېښه تېره ورځ رامنځ ته شوې ده. د وژل شوې ميرمنې په قتل کې د نوموړې د خاوند ورور هم شريک چې د خپل پلار سره يوازې تښتېدلی خو د ميرمنې خواښې پوليسو نېولې ده. 

پوليس وايي چې د دغه پېښې لامل کرونۍ تاوتريخوالی وو. له وژل شوې ميرمنې څلور ماشومان پاتې شوي دي. 

د وژل ميرمنې خپلوانو رسنيو ته ويلي دي چې د قرباني ميرمنې خاوند کندز کې د پوليسو په ليکو کې دنده لري او د نوموړي په هوکړه يې کورنۍ په ياد تاوتريخوالي لاس پوري کړی.