جاپان خپلو کښتو پسې عرب سمندرګي ته ساتونکې کښتي لېږلې 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، منځني ختيځ کې د امريکا متحدو ايالتو او ايران ترمنځ د وروستيو تاوترخوالي وروسته جاپان په سميه کې د خپلو سوداګريزو کښتيو په فکر کې شوی دی. 

تازه جاپان يوه لويه کښتي عرب سمندرګي ته لېږلې ده ترڅو هلته د خپلو نورو کښتيو ساتنه وکړي او د امريکا او ايران د احتمالي جګړې پر وړاندې يې وژغروي. 

لومړي وزير شېنزو بي د کښتۍ عملې ته ويلي دي چې د منځني ختيځ او عرب سمندرګي يې د جاپاني کښتيو خوندي ساتنه ستاسو لومړی مسووليت دی. 

که څه امريکا او ايران په خپلو کې سره وران دي، خو جاپان له دغه دواړه هېوادونو سره پراخه سوداګريزې اړيکې لري.