چين کې د کرونا ويروس له امله ټايلنډ دوه مېلېارده امريکايي ډالر توان کړی 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، چين د ټايلنډ د تازه ميوې او شنو (سبزيو) ستر واردونکی هېواد وو خو په چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو ورسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ سوداګري ځنډېدلې ده. 

ټايلنډي چارواکي وايي چې هغه ميوې او سبزۍ چې پخوا چين ته لېږدول کېدې اوس مهال بند پاتې دي او د خرابېدو په  حال کې دي. 

د چين او ټايلنډ ترمنځ تېر ۲۰۱۹ کال د سوداګرۍ کچه ۲۹ مېلېارده امريکايي ډالر وه چې اوس مهال يې د پام وړ لاندې تګ کړی.