د اخوان المسلمين مشر محمد مهدي عاکف په هېښوونکي توګه اعلان وکړ، چې دی نه غواړي د دويم ځل لپاره بيا مشرۍ ته کانديد شي. عاکف په 2004 کال کې د اخوان المسلمين مشر وټاکل شو او سږ کال يې دوره پای ته رسيږي. داخوان المسلمين مشر د اسلامي نړۍ لپاره په عامه توګه او د عربي نړۍ لپاره په ځانګړې توګه اهميت لري، ځکه اخوان المسليمن د عربي نړۍ پر سياسي حالاتو او واکمنيو نېغه اغېزه لري او له همدې امله د نوي مشر ټاکنه نه يوازې دعربي نړۍ لپاره بلکې د لوېديځې نړۍ لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.اتيا کاله وشو ، چې اخوان المسلمين په مصر کې راوټوکېده او په اسلامي نړۍ کې يې خپلې رېښې وغځولې، له حسن البناء نيولې تر محمد مهدي عاکف پورې يې 7 مشران تېر شوي، خودا وروستی له نورو يوڅه توپېر لري. عاکف لومړنی مشر دی ، چې دخپل تقاعد خبره يې راپورته کړه او وايي،چې زه بيا ځان نه کانديدوم :« دالمرشد العام ( عمومي مشر) په اړه زماخپل نظر دی، ما ورته وويل هر هغه کس چې عمر يې له 70 کلونو زيات مه يې ټاکیء خو زما يې ونه منله او زه يې وټاکلم ، مايې خبره ځمکې ته ونه غورځوله ... اوس مې وغوښتل چې تقاعد وکړم ،خوملګرو مې غوښتنه وکړه ، چې پاتې شم او دليل يې راته په مصر او له مصر بهر سياسي حالت وښودل .... » .
مهدي عاکف داخوان المسلمين په تاريخ کې اوم مشر دی، دخپلو سختو څرګندونو له کبله دمصر په اپوزيسون کې دشهرت پوړۍ ته ورسيده، 68 کاله کيږي چې داخوان المسلمين غړی دی او څلور کاله کيږي ، چې درايو په اتفاق داخوان المسلمين مشر وټاکل شو .
محمد مهدي عثمان عاکف داخوان المسلمين له رامنځته کيدو سره جوخت په 1928 ز د جولاي پر 12 مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانېستې او د پلازمينې القاهرې شمال ته د المنصورة نومي ولايت په يوه کلي کې دلسو وروڼو ترمنځ په نسبي توګه په يوه شتمنه کورنۍ کې راستر شو ، محمد خپلې لومړنۍ زده کړې په همدغه کلي کې بشپړې کړې او دنورو هغو لپاره پلازمينې ته ولاړ او دالسکاکيني په نوم په ولسي سيمه کې مېشت شو . نوموړی دمامون الهضيبي تر وفات وروسته په 2004 ز کې د اخوان المسلين د اووم مشر په توګه وټاکل شو .
له اخوان المسلمين سره يو ځای کيدل :
کله چې محمد مهدي په 1940 زکې 12 کلن شو نو داخوان المسلمين دورزش څانګې يې پاملرنه ورواړوله او داخوان المسلمين نرم چلند و ، چې زړه يې دغې ډلې ته ورمات شو او هغه مهال يې ډېر پرمختګ هم کړی و . کله چې محمد مهدي د فواد الاول په ښوونځي کې منځنۍ زده کړې بشپړې کړې نو دانجينرۍ پوهنځي ته شامل شو ، خو الشيخ حسن البناء داخوان المسلمين بنسټګر په نامستقيمه توګه د ورزش انسټيټوټ ته وهڅاوه ځکه نوموړي غوښتل ، چې په ګردو ښوونځيو او پوهنځيو کې بايد داخوان المسلمين يو کس وي او دامام له انده محمد مهدي دغې دندې ته وړ کس و او له ورزش سره يې ځانګړې لېوالتيا درلوده .
محمد مهدي داخوان المسلمين په ځانګړې ډله کې شامل شو دغه ډله هغه مهال له انګريزي نيواک ( استعمار) سره دمقاومت په موخه رامنځته شوې وه نوموړې په 1951 ز دورزش له انسټيټوټ څخه فارغ او په 1951 ز کې دحقوقو پوهنځي ته ولاړ او له انګريزانو سره يې دجګړې پر مهال د عين شمس پوهنتون دجبهو مشري تر غاړې شوه، له اوښتون وروسته په اخوان المسلمين کې دمحصلينو دڅانګې مشر شو دا څانګه ډېره مهمه وه حسن البناء به يې خپله سرپرستي کوله پردې سربېره په اخوان المسلمين کې د ورزش دڅانګې مشر هم و .
د1954 ز داګسټ پر لومړۍ نېټه محمد مهدي د ډګرمن عبدالمنعم عبدالروف دتښتونې پر تور ونيول شو، دغه پوځي چارواکي د پاچا فاروق په شړنه کې لاس درلود پرمهدي داعدام حکم وشو ، چې وروسته بيا پر سخت او کړاوه ډک بند واړول شو او پوره 20 کاله يې په زندان کې تېر کړل . کله ، چې په 1974 ز کې دانور السادات دواکمنۍ پر مهال له زندانه راخلاص شو دښوونې او روزنې په وزارت کې يې دځوانانو دعام مدير په توګه دنده تر لاسه کړه بيا يې په سعودي عربستان کې په الندوة العالمية للشباب الاسلامي ټولنه کې دسلاکار په توګه کار پيل کړ او په ګرده نړۍ لکه سعودي عربستان ، اردن ، ماليزيا ، بنګلاديش ، ترکيه ، استراليا ، مالي ، کينيا، قبرس ، المان ، انګلستان او امريکا کې يې دځوانانو لپاره روزنځايونه برابر کړل . مهدي په 1980 ز کې المان ته سفر وکړ او په همدغه کال يې داسلامي مرکز دمشر په توګه دنده تر لاسه کړه ، او له 1987 ز څخه تر ننه د مکتب الارشاد ( لارښود مکتب ) غړيتوب لري .
محمدمهدي د اخوان المسلمين له هغو 35 غړو څخه دی، چې په 1987 ز کې يې دپلازمينې القاهرې له ختيځې حوزې څخه پارلمان ته لار وموندله ، داسې ويل کيږي ، چې اخوان المسلمين په دغه دوره کې ښې لاسته راوړنې درلودې « دوی به تل دعامو خلکو ګټې په پام کې نيولې، دپارلمان داساسي موخې په توګه به يې حکومت څاره ، قوانين او بوديجه به يې څېړله ... » .
په 1995 ز کې داخوان المسلمين او حکومت ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې هماغه و ،چې حکومت داخوان المسلمين دغړو نيولو پسې پيڅې رابډوهلې ان دا چې دمنځني نسل غړي هم ورڅخه پاتې نه شول ټول يې له څيرمې نظامي محکمو ته وروپيژندل، دنيولو او محاکمه کولو دغه لړۍ 5 کاله روانه وه، خپله محمد مهدي هم په 1996 ز کې په دې تور 3 کاله زندان تېر کړ ، چې داخوان المسلمين دنړيوال تنظيم مشر و. نوموړی په 1999 ز کې له زندانه راووت او له اسلامي نړۍ سره داړيکو او څارنې مسوول وټاکل شو .
سره له دې ، چې محمد مهدي په اخوان المسلمين کې د مشرنسل له غړو څخه ګڼل کيږي ، خو له منځني نسل سره يې اړيکې پياوړې دي نوموړي دمنځني نسل له مهم او مشهور غړي محمود عزت له خور سره واده کړی ،چې دا په منځني نسل کې تر ټولومشر سړی دی . څلور اولاده لري .
داخوان المسلمين نور مشران
۱ ـ حسن البناء (1949-1928 ز)
۲ ـ حسن الهضيبي (1973-1949 ز)
۳ ـ عمر التلمساني (1986-1973 ز)
۴ ـ محمد حامد ابو النصر(1996-1986 ز)
۵ ـ مصطفی مشهور( 2002-1996 ز)
۶ ـ مامون الهضيبي (2004-2002 ز )
څوک به داخوان المسلمين نوی مشر شي ؟
داخوان المسلمين پخوانی وياند کمال الهلباوي وايي : اخوانيان به دخپل نوي مشر په ټاکنه کې له ستونزې سره مخ شي، که څه هم په مصر کې ډېرې داسې سټې شته ، چې د دې منصب لپاره وړ دي لکه ډاکتر عصام العريان ، ډاکتر عبدالمنعم ابوالفتوح او ... الهلباوي زياتوي ، چې داخوان المسلمين اوسنی مرستيال ډاکتر محمدحبيب هم وړ کس دی نوموړې وايي ، چې مصر دعربي او اسلامي نړۍ منځ دی نو ولې دې داخوان المسلمين مشر مصری نه وي ، ر اتلونکی مشر بايد د مکتب الارشاد العام غړی نه وي. لکه الهضيبي ښاغلي عاکف ښه کار وکړ ، چې تقاعد يې اعلان کړ زوړ نسل بايد د نوي هغې په روزنه بوخت شي .
په مصر کې خبري رسنۍ وايي داخوان المسلمين مرستيال ډاکتر حبيب وړ کس دی ،چې لويديځ ، امريکا او دمصر حکومت به پرې ډاډه شي . په اخوان المسلمين کې سمونپال ډېر کمزوري دي او په شورا کې دومره واک نه لري ، چې خبره يې ومنل شي ، خو خپله ډاکتر حبيب او عزت ټينګار کوي ، چې راتلونکې مشر بايد مصری وي دا دواړه ديوسف القرضاوي او مختار نوح له ټاکنې او کانديدا سره مخالفت کوي .
له امريکا څخه خپريدونکې مجله ( فارېن پاليسي ) کاږي : داخوان المسلمين دمشر مهدي عاکف دا اعلان ، چې ددوهم ځل لپاره ځان نه کانديدوي د اخوان المسلمين په تاريخ کې هېښوونکې اوتاريخي پريکړه ده ، مجله زياتوي داخوان المسلمين په مشرتابه کې بدلون به په منځني ختيځ کې پر نورو منځلارو اسلامي ډلو خپل اغيز پريباسي . په مجله کې دمارک لينش په قلم ليکل شوې څېړنه ( داخوان المسلمين نوی مشر ) کې راغلي ، چې دسمونپال مشر ټاکنه لکه عبدالمنعم ابوالفتوح او عصام العريان به جوته کړي ، چې اخوان المسلمين منځلارې ډيموکراسۍ ته ژمن دی که محمد حبيب داخوان المسلمين مشر شو دا به دمحمد مهدي عاکف تګلار پلې کوي اود منځلارې او محافظ اړخونو ترمنځ به جوړ جاړی رامنځته کړي .پّ دې کې هېڅ شک نشته ، چې د نوي مشر ټاکل هم د اخوان المسلمين لپاره او هم د عربي نړۍ هېوادو لپاره ځانګړی اهميت لري.
يادونه: تاسې کولای شیء داخوان المسلمين په اړه نور په زړه پورې معلومات په همدې پاڼه کې ولولیء.
وروستي