چين کې په زرګونه سپيان او پيشوګانې له لوږې سره مخ دي 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، نړيوال روغتياپالان او د ژوي په برخو کې فعالان چې چين کې  د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د دغه هېواد له وهان ولايت څخه په مېلېونه خلک ګدوال شوي دي او کورني حيوانات بند پاتې دي. 

د ژويو په برخه فعالان وايي چې په چين کې د کرونا ويروس د بحران په ترڅ کې هغه کورنۍ حيوانات لکه سپيان او پيشوګانو نه دي انتقال شوي او له سختې لوږې سره مخ دي.

د چين د ووهان  ولايت ښاروال رسنيو ته ويلي ديی، چې تر پنځه مېلېونه وګړي له دغه ولايت کده شوي دي او کورونه يې له خپلو آهلي حيواناتو سره پرېښودلي دي. 

اندېښنه دا ده چې خلک د خپلې روغتيا غم اخېستي دي او هغه حيوانات چې دوی ساتلي وو اوس همداسې بند د کورنو او اپارتمانونو دننه بند پاتې دي.