هندوستان د څلورنيم مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت پنځه پايې S-400 د مزايلو دفاعي سېسټم له روسيې اخلي 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، روسيې چارواکي وايي چې هندوستان ته يې د S-400 مزايلو دفاعي سېسټم توليد پيل کړي دي. دغه دوه هېوادونه په ۲۰۱۸ کال کې د S-400 دفاعي سېسټم په اړه هوکړې ته سره رسېدلي وو. 

مسکو به نوي ډيلي ته نېږدې د څلور نيم مېلېارده په ارزښت پنځخه پايي د مزايلو دفاعي S-400 سېسټم په واک کې ورکړي. امريکا هند ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې له مسکو S-400 سېسټم واخلي نو له بنديزونو سره به يې مخ کړي. 

هندي چارواکي وايي چې د بهرنيو فشارونو سره - سره نوي ډيلی تيار دی چې له مسکو S-400 د مزايلو دفاعي سېسټم را ونېسي.