د امريکا  تګزاس ايالت د يو پوهنتون په شپېغالي کې د دوه ميرمنو جسدونه موندل شوي 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو تګزاس ايالت (A&M) نومي پوهنتون شپې خونه يا ليليه کې يو ماشوم په ټپي حالت او د دوه ميرمنو مړي پيدا شوي دي. 

راپورونه وايي چې دغه ميرمنې او يو ماشوم په مرۍ وېشتل شوي دي. له سيمې پولیس وايي چې پلټنې يې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې بريدګر نه دی نېولی او دا هم نه ده مالومه چې د پېښې تر شا لامل څه وو. 

له دغه پېښې پوهنتون تړل شوی او محصلین يې رخصت کړي دي. پوليس وايي چې د وژل شوې ميرمنو د هويت په اړه پلټنې کوي. دا نه دي ويل شوي چې وژل شوې ميرمنې د پوهنتون محصلينې وې او کنه. 

په امريکا کې دا ډول پېښې نوې نه دي، ډېری ځلې د پوهنتونونو، ښوونځيو او ګڼې - ګوڼې ډک ځاينونو کې وسله وال پر خلکو ډزې کوي، چې لاملونه يې مختلف وي.