د کينيا پخوانی ولسمشر (دانیل آرپ مووي) د ۹۵ کالونو په عمر ومړ 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، دانیل آرپ مووي چې ۲۴ کاله د کينيا ولسمشر پاتې شوی وو، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. 

دی په ۱۹۸۲ کال کې د کينيا دېکتاتور ولسمشر وټاکل شو او پوره ۲۴ کاله يې واک په لاس کې درلود. نومووړي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کالونو کې کينيا کې د ديموکراسۍ دور پيل کړ. 

۹۵ کلن دانیل آرپ مووي له تېرې يوې مياشتې په روغتون کې بستر وو. د کينيا اوسني ولسمشر (اوهورو کنیتا) د پخواني ولسمشر مړينه پر دولتي تلويزيون اعلان کړه.