وېرات کوهلي د اوسني لومړي وزير عمران خان په څېر کپتاني کوي 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د هندوستان د کرېکټ ملي ټيم پخوانی لوبغاړی او کرېکټ شنونکي سانجي منجرکار د ويرات کويلي او د پاکستان اوسني لومړي وزير عمران خان د وخت کپاتنۍ سره پرتله کړې دي. 

سانجي منجرکار پر ټوېټر ليکلي دي، "د ويرات کويلي په مشرۍ د هندوستان کرېکټ ملي ټيم مشرۍ ماته د تېر وخت د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د کرېکټ ټيم کپتاني ياد ته راوړي. دواوړو پر ځان بارو درلود. عمران خان د پاکستان لپاره داسې کپتاني وکړه، چې د پاکستان کرېکټ ټيم يې له ماتو را وګرځولو."
https://twitter.com/sanjaymanjrekar/status/1224185826734510081 

د هندوستان دغه پخواني لوبغاړي د اوسني لومړي وزير عمران خان د کرېکټ وخت ستاينه کړې  ده. د پاکستان اوسنی لومړی وزير عمران خان يو وخت د خپل هېواد د کرېکټ کپتان او لوبغاړی پاتې شوی.