نيوکې: په حکومتي ناستو کې د ولسمشر غني ترڅنګ د امرالله صالح ګډون د قانون خلاف چاره ده 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ جنبش ګوند په يو شمېر حکومتي او دولتي ناستو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم لومړي ټاکنيز مرستيال امرالله صالح ګډون د قانون خلاف بولي. 

د جنبش ګوند وياند بشیراحمد ته ینج وايي چې د امرالله صالح ګډون د جنرال عبدالرشيد دوستم پر ځای ښکاري او ترڅو چې د ټاکنو پايلې نه وي مالومې، بل کس حق نه لري چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جرنال عبدالرشيد پر ځای کيني. 

په ورته وخت کې يو شمېر قانون پوهان د حکومت پر اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورته نيوکې لري لو زياتوي چې په دولتي ناستو کې د خپلې ټاکنيزې ډلې غړي، لکه کريم خليلي، انورالحق احدي او نورو ته د ګډون بلنه او اجازه ورکوي. 

د نيوکو په غبرګون کې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې ښاغلي صالح د کابينې او حکومتي ادارو په ناستو کې ګړون نه دی کړی، خو ځيني ناستو کې چې ملي مسايل بحث کيږي، نوموړی د يو سياسي او نفوذي کس په توګه ګډون کوي. 

د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي هم ورته استدلال کوي او زياتوي چې د ثبات او همپالنې ټيم ځيني کسان د سولې په اړه ناستو کې ګډون کوي او سوله يوه ملي مساله ده.