ولسمشرۍ ماڼۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله حکم ته په غبرګون کې: اصلاحات د ولسمشر صلاحيت دی په هر ځای کې چې اړتيا وي تر سره به يې کړي

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، ولسمشرۍ د حکومت اجرائيه رياست د هغه حکم په اړه غبرګون ښوودلی دی، چې بهرنيو چارو وزارت ته يې د اشخاصو د ټاکنو او ګوښه کېدو ويلي وو. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي دي چې د هېواد د اساسي قانون اړوند سمون او اصلاحات د ولسمشر لومړيتوبونه دي، او په هر ځای کې چې اړتيا شي تر سره به يې کړي. 

صديقي ويلي چې له بدمرغه بهرنيو چارو وزارت کې سمون ته اړتيا وه او ولسمشر د حکومتي ادارو د سمون او جوړونې په پار اقدامات تر سره کړل. 

څو ورځې وړاندې د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله بهرنيو چارو وزارت ته يو مکتوب لېږلی او په کې يې حکم کړی وو، چې د ټاکنو د پايلو تر اعلان، بهرنيو چارو وزارت کې  د سمون په نوم له هر ډول ټاکنو او ګوښه کېدنو کلکه ډډه وکړي.