عبدالله ننګیال: منظور پښتین د ترهګرو په خونو کې ساتل کیږي

روهي(دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې د غورځنګ يو مخکښ غړى عبد الله ننګیال د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتین په اړه اندېښنه ښوولې چې د ده په وينا گواکې په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د ترهګرو لپاره جوړې شوي دي. ننګیال نن وویل په تېرو څو ورځو کې د غورځنګ څه باندې شپیته تنه غړي نيول شوي و چې لس دانې خوشې شول. د منظور پښتین له نیولو وروسته د اسلام آباد د اعتراضي غونډې ۲۳ تنه ګډونوال هم ونیول شول.
منظور پښتین تېره اونۍ د شپې شاوخوا یوه بجه په پېښور ښار کې ونیول شو او دیره اسماعیل خان ته واستول شو. هلته پولیسو ښاغلی پشتین تورن کړی چې ګواکې په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې ته وینا کې "د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی او د دولت ضد سپکوونکې خبرې یې کړې دي.
ښاغلی ننګیال چې په خپله د زنداني کېدو تجربه لري وايي منظور پښتین او نور ملګري یې خبرو ته نه پرېښودل کیږي او نه هم څوک د هغوی لیدلو ته ورتللی شي. د هغه په وینا چکۍ " قبر په شان ده" چې له بهر نړۍ سره یې اړیکي پرې وي.