روهي(دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د ټاکنیزو شکایتوو د کمیسیون غړو نن یوې خبري غونډې ته وویل چې تر اوسه یې د استیناف نیمايي قضیو په اړه پریکړې کړې او پاتې نورې به په دوه ورځو کې وکړي. د کمیسیون غړي قاسم الیاسي په دې اړه جوړه شوې خبرې غونډه کې وویل : پرېکړې د قانون، اصولو او طرز العملونو سره سمې او د تخنیکي مسلو په پام کې نیولو سره په داسې بڼه شوي چې ټاکنډلو او خلکو ته د منلو وړ دي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له مخکنۍ ژمنې سره سم نن ونشوای کولی چې د ټاکنیزو شکایتونو د استینافي غوښتنلیکونو پایلې په ډاګه کړي. د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څانګو د شویو شکایتونو په اړه خپلې پرېکړې وکړې. دا پرېکړې مرکزي کمېسیون ته واستول شوې او د پرېکړو ننګولو لپاره ټاکنډلو څه باندې ۶۰۰۰ استنیافي شکایتونه ثبت کړل.
ومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړۍ اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه باندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.
وروستي