د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه)

جيونيوز: له افغان خاورې وېشتل شوي توغندي خيبر پښتونخوا کې د يوې کورنۍ ۷ غړي ووژل 
پاکستانۍ رسنۍ جيونيوز ليکلي دي چې له افغان خاورې وېشتل شوي توغندي خيبر پښتونخوا کې اووه کسان وژلي دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي. 

د ګلزاد خان په نوم خيبرپښتونخوا کې يو پوليس ويلي دي،  چې بتوار بنګرو نومي کلي کې شوې ده. د نوموړي په وينا چې وژل شويو کې درې ميرمنې، درې ماشومان او يو هم د کورنۍ مشر دی. 

پاکستانۍ جيونيوز رسني د انورالحق په نوم د يو بل پوليس چارواکي له خولې ليکلي دي، چې توغندي د افغانستان له کونړ ولايت وېشتل شوی دی. 

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د پاکستان له خاورې په لسګونه ځلې د افغانستان په سويلي او ځانګړي ډول کونړ ولايت توغنديز بريدونه شوي، چې ولسي تلفات يې درلودل. 

افغان چارواکو په لسګونه ځلې د پاکستان د بريدونو په اړه شکايتونه کړي، خو پاکستان چارواکو يې د مخنيوي په پار څه نه دي کړي. 

رويټرز: متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس يوولسمه مثبته پېښه هم ثبت شوې 
 امريکا متحدو ايالتو کې چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ۱۴ مثبته پېښه هم ثبت شوې ده. 

پوليس وايي چې د کرونا ويروس نوې پېښه د يو کورنۍ ښځينه غړې نېولې، چې اوس له کورنۍ جلا ساتل کيږي او تر درملنې لاندې ده. 

چارواکي وايي چې دغه ميرمنې څه وخت وړاندې د چين واهان ايالت ته سفر کړی وو او دغه ويروس يې امريکا ته انتقال کړی وو. 

العربيه: ترکيي پوځ څلور ترکيي ووژل او نهه نور يې ټپيان کړي دي
 د سوريې ادليب ښار کې د سوريي او ترکيي ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور ترکيي پوځيان وژل شوي او نهه نور په کې ټپيان دي. 

د ترکيي دفاع وزارت د دغه پېښې پخلی کړی دی. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ترکيي پوځ د اورپکو پر ضد عمليات وکول. 

ترکيه له تيرو څو کالونو په سوريه کې پوځيان لري چې د امريکا متحدو ايالتو له مخالفتونو سره مخ دي. 

 رشيه ټودي: کرونا ويروس تيل او ګاز هم بد اغېزمن کړي 
 له هغې وروسته چې چين کرونا ويروس خپور شو، د تيلو او ګازو سوداګري يې هم په نړيواله کچه اغېزمنه کړې ده. 

په تازو راپورونو کې په چين کې د تيلو او ګازو بيې ټيټې شوې دي. له نړۍ او په ځانګړي ډول له اسيايي هېوادونو سره د چين د ګازو او تيلو سوداګري سسته او تر دې چې  درول شوې ده. 

چين کې تګ راتګ کم شوی او همدا ډول له نړۍ سره يې کړه ـ وړه او اړيکې محدودې شوې دي او په دې اساس چين ته بهره ګاز او تيلو تجارت هم منفي اغېزمن شوی دی. 

له دې وراېخوا سترو نړيوالو شرکتونو لکه ګوګل، آپل او نورو ويلي دي چې چين کې به خپل دفترونه په لنډمهاله ډول وتړي. 

اسوشېټېډ پرېس: مور او زوی ۶۶ مېلېونه ډالر غلا او پوليسو ونېول 
 لندن کې د Ecclestone په نوم له يوې مغازې يو مور او د هغې زوی د ۶۶ مېلېونه ډالرو په ارزښت د غوږۍ، ګوتمۍ، ساعتونه، نغدې پيسې او نور غلا کړي دي. 

يادې ميرمنې دغه کار تېره مياشت کړی وو چې پوليسو نېولې او په خپلو وروستيو څرګندونو کې يې پرې اعتراف هم کړی دی. نېول شوې ميرمنې ځان د رومانيا هېواد وګړې معرفي کوي. 

پوليس وايي چې د يادې ميرمنې په کور کې نورې نغدې پيسې او قيمتي توکي هم پيدا شوي دي چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي. 

ټايمز اف انډيا: هنديانو په نړۍ کې د سرو زر بيې پورته کړې
هندوستان په نړۍ کې دويم د سرو زرو تر ټولو ستر مصرونکی هېواد دی. د نړيوالو شمېرنو پر اساس هند کې د سرو زرو ډېره کارونه لامل شوې ده چې په نړۍ کې د سرو زرو بيې پورته شي. 

تېر کال هندوستان کې تر ۶ سوه ټنه سره زر کارېدل او خلکو استعمال کړي وو، چې روان ۲۰۲۰ به يې شمېر ۸۰۰ ټنو ته پورته شي. 

د سرو زرو نړيوالې شورا د هندوستان له حکومت غوښتي دي چې په سرو زرو ماليې لوړې کړي ترڅو د ډېرې کارونې او غوښتنو مخه يې ونېول شي. هند کېد سرو زرو په وارداتو ماليه تېر کال لس سلنه وه چې سږ کال به دغه ماليه ۲،۵ سلنه نور هم پورته شي. 

که څه د هندوستان د خلکو اقتصاد لوړ نه دی او تر نميايي وګړي په غربت کې ژوند کوي، خو د مذهبي او سنتي رواجونو پر اساس هندوستان کې د سرو زرو کارونه ډېره او عامه ده. 

باليووډ: د همجنسبازۍ په اړه، د بالېوډ سېنما فلم د فيبرورۍ په ۲۱ نندارې ته وړاندې کيږي
 Shubh Mangal Zyada Saavdhan چې پښتو مانا په پاملرنې سره واده د هندوستان باليووډ سېنما نوی فلم دی چې  د همدې مياشتې په ۲۱ نېټه به نندارې ته وړاندې شي. 

د دغه فلم داستان د همجنسی بازی او د يو جنس لرونکو کسانو د واده په اړه دی. که څه هم دغه فلم تر ډېره په همجنسګرۍ څرخي خو په کميډي ډول ډک شوی دی. 

هندوستان کې هم يو شمېر فعالان د اروپايي هېوادونو په ډول له حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د يو جنس لرونکو ترمنځ واده کول قانوني کړي. 

پاپيولر ماشين: آپل خپله ځانګړې سپوږمکۍ (سټلايټ) توغوي 
 د راپورونو پر بنسټ آپل د ټېکنالوژۍ شرکت په پام کې لري، چې خپله ځانګړې سپوږمکۍ يا سټلايټ فضا ته واستوي. 

آپل د دغه پلان د عملي کېدو چارې پيل کړې دي، په سلګونه کارمندان پرې اخته او ټاکل شوې ده چې دغه کار به تر راتلونکو پنځو کالونو بشپړ شي. 

له دغه کار   د آپل کمپنۍ موخه دا ده چې خپلو آلو يا ډېواسېز  (ايفون، آپډ...) ته په مستقيمه توګه انټرنېټ ورکړي او له تړونو خلاص شي. که چېرې آپل کمپني په دې کار واتونيږي نو په ايفون موبايلونو کې به د آپل کمپنۍ انټرنېټ شتون ولري. 

آپل شرکت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او دا هم نه ده الومه چې د انټرنېټ د ورکړې ترڅنګ آپل د خپل سټلايټ څخه کومې موخې لري. 
 
۲- امريکا خپل بحري پوځ ته د ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت کښتي سپاري 
 د امريکا متحدو ايالتو حکومت په پام کې لري چې راتلونکي ۲۰۲۱ز کال کې د Gerald R. Ford په نوم په نوي ټېکنالوژۍ سمبال کښتي په واک کې ورکړي. 

دغه کښتي د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا متحدو ايالتو د ۳۸ ولسمشر Gerald R. Ford په نوم نومول شوې ده. 

ياده کښتي ۳۳۷ متره اوږدوالی، ۷۶ متره لړوالی، ۵۶ کيلومتره پر  يو ساعت سرعت او تر ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالر بيه لري. 

دغه لويه کښتي الوتکې لېږدوي چې د جوړېدو پلان يې په ۲۰۰۶ او د جوړېدو چارې په ۲۰۱۷ کال کې پيل شوې. ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې به دغه کښتي د امريکا متحدو ايالتو په بحري پوځ کې ماموريت پيل کړي.