امريکا خپل بحري پوځ ته د ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت کښتي سپاري 

روهي (دوه نۍ/۱۴  د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت په پام کې لري چې راتلونکي ۲۰۲۱ز کال کې د Gerald R. Ford په نوم په نوي ټېکنالوژۍ سمبال کښتي په واک کې ورکړي. 

دغه کښتي د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا متحدو ايالتو د ۳۸ ولسمشر Gerald R. Ford په نوم نومول شوې ده. 

ياده کښتي ۳۳۷ متره اوږدوالی، ۷۶ متره لړوالی، ۵۶ کيلومتره پر  يو ساعت سرعت او تر ۱۵ مېلېارده امريکايي ډالر بيه لري. 

دغه لويه کښتي الوتکې لېږدوي چې د جوړېدو پلان يې په ۲۰۰۶ او د جوړېدو چارې په ۲۰۱۷ کال کې پيل شوې. ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې به دغه کښتي د امريکا متحدو ايالتو په بحري پوځ کې ماموريت پيل کړي.