آپل خپله ځانګړې سپوږمکۍ (سټلايټ) توغوي 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د راپورونو پر بنسټ آپل د ټېکنالوژۍ شرکت په پام کې لري، چې خپله ځانګړې سپوږمکۍ يا سټلايټ فضا ته واستوي. 

آپل د دغه پلان د عملي کېدو چارې پيل کړې دي، په سلګونه کارمندان پرې اخته او ټاکل شوې ده چې دغه کار به تر راتلونکو پنځو کالونو بشپړ شي. 

له دغه کار   د آپل کمپنۍ موخه دا ده چې خپلو آلو يا ډېواسېز  (ايفون، آپډ...) ته په مستقيمه توګه انټرنېټ ورکړي او له تړونو خلاص شي. که چېرې آپل کمپني په دې کار واتونيږي نو په ايفون موبايلونو کې به د آپل کمپنۍ انټرنېټ شتون ولري. 

آپل شرکت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او دا هم نه ده الومه چې د انټرنېټ د ورکړې ترڅنګ آپل د خپل سټلايټ څخه کومې موخې لري.