زلنسکي: په ایران کې د غورځېدلې الوتکې  تاوان بسنه نه کوي

روهي(دوه نۍ/‍۴ د سلواغې)، ولسمشر زلنسکي بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین د غورځېدلې الوتکې د دواړو تورو بکسو په ترلاسولو ټینګار کوي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي وايي، په ایران کې د غورځېدلې الوتکې د قرباني شویو کورنیو ته د ایران تاوان بس نه دی.
ښاغلي زلنسکي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، ایران وړاندیز کړی چې په غورځول شوې اوکراینۍ الوتکه کې د هر قرباني کورنۍ ته ۸۰ زره ډالره تاوان ورکړي خو دا بسنه نه کوي. ښاغلي زلنسکي ۱+۱ تلویزیوني شبکې ته وویل: "دا پیسې ډېرې کمې دي. موږ به د ډېرو پیسو د ترلاسولو لپاره پر دوی فشار واچوو.
ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزیر محمد اسلامي ویلي، د اوکراینۍ الوتکې توره بکسه چې د دې پېښې اړوند پلټنې اصلي برخه ده، په ایران کې پلټل کېږي. بوینګ ۷۳۷ اوکراینۍ الوتکه د جدي پر اتمه تهران کې له امام خمیني هوايي ډګر تر پورته کېدو وروسته د سپاه پاسدران د دافع هوا دوو توغندیو سره ولګېده او تهران ته نږدې وغورځېده.