عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې  اصلاحاتو   ودرېږي

روهي(دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې له ولسمشر غني سره په مشوره یې په دې وزارت کې سمون ترتیب او نهايي کړی دی. دا سمون وروسته له هغه پیل شو کله چې عبدالله عبدالله ته نږدې کس او د دې وزارت پخواني سرپرست صلاح الدین رباني دنده پرېښوده.د ښاغلي رباني په پېر کې د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات وو.
د افغانستان اجرايیه رییس عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې (د سمون یا اصلاحاتو چټک اجرات) دې ودرېږي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د پروګرامونو او حکومتولۍ مرستیال محمد هارون چخانسوري په وروستیو کې د ولسمشرغني له خوا د د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او چارسمبالى ټاکل شوی دی.
کله چې چخانسوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى وټاکل شو، ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته اعلان وکړ چې د ارګ وروستۍ پرېکړې او ګمارنې ورته د منلو نه دي او د ملي یووالي حکومت له ارګه لوړ دی.