
روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، Shubh Mangal Zyada Saavdhan چې پښتو مانا په پاملرنې سره واده د هندوستان باليووډ سېنما نوی فلم دی چې د همدې مياشتې په ۲۱ نېټه به نندارې ته وړاندې شي.
د دغه فلم داستان د همجنسی بازی او د يو جنس لرونکو کسانو د واده په اړه دی. که څه هم دغه فلم تر ډېره په همجنسګرۍ څرخي خو په کميډي ډول ډک شوی دی.
هندوستان کې هم يو شمېر فعالان د اروپايي هېوادونو په ډول له حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د يو جنس لرونکو ترمنځ واده کول قانوني کړي.