چين: کرونا ويروس دومره نه وو څومره يې چې په اړه امريکا منفي تبليغات وکړل 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، چين د امريکا متحد ايالت تورنوي چې د خپلو سياسي او اقتصادي موخو په پار يې د کرونا ويروس په اړه منفي او خلکو ته د مبالغې تبليغات کړي دي. 
 
د چين حکومت چې امريکا په دې  پار چې خپل وګړي له چين وباسي او هم امريکا ته پر چنيايي وګړو محدوديتونه ډېر کړي د کرونا ويروس په اړه منفي تبليغات ډېر کړل او نړۍ ته يې په يوې بلې بڼې ور معرفي کړ. 

وروسته له هغې په چين کې د کرونا ويروس خبرونه رسنيز شول، د نړۍ ډېری هېوادونو له چين سره خپلې اړيکې محدودې کړې او همدا ډول يې له چينه او چين ته الوتنې وځنډولې. 

چين کې د کرونا ويروس وروسته د چين او نړۍ اقتصاد او سوداګري هم بده اغېزمنه شوه. د چينايي توليداتو پر مخ نړيوال بازانونه او د نړۍ د تيلو او نورو توکو پر مخ د چين بازارونه د کرونا ويروس له ويرې وتړل شول. 

د کرونا ويروس په نړيواله کچه ستره ويره خپره او اندښنې يې راپورته کړې. د روغتيا نړيوال سازمان په نړۍ کې بيړنی روغتيايي وضعيت اعلان کړ. 

چين د نړۍ مخ پر ودې اقتصاد ځواک دی، چې د امريکا متحد ايالت سيال او په ډېری برخو کې سره ټکرونه خوري.