اندرسن فوګ راسموسن

 په لويديځ کې وايي :که څه هم ديموکراسي نيمګړتياوې لري خو تراوسه ددوی لپاره تردې غوره بل الټرنټيف هم نشته . ددغه نيمګړتياو بد اغيز هغه وخت نوره هم زيات شي کله ، چې له دغه ډيموکراسۍ نه سياستوال ناوړ ګټه پورته کوي .
په لويديځ هېوادنو کې هم داسې ازادي د منلو وړ نه ده ، چې ټولنيز کړکيچونه او ډله ييزه اندېښنه راپاروي او هره ازادي تر هغې دمنلو وړ ده ، چې زيان يې نورو خلکوته نه رسيږي .
دبيان ازادي او ديموکراسۍ له نوم څخه د ناوړه ګټه اخيستنې يوه بيلګه هم د ډنمارک هېواد هغه سياست دی، چې دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم د کاريکاتورنو له خپرولو وروسته غوره شو اوددغه هېواد لومړی وزير اندرسن فوګ راسموسن د بيان دازادۍ په نوم له دغه عمل نه دفاع کوله . کيدی شي په ځينو کړيو کې به د راسموسن دموقف دټينګيدو لپاره به دا اړينه پرېکړه وه ، خو په ټوليزه توګه له دې امله د ډنمارک هېواد پرستيژ او اقتصاد ته ډېر زيات زيان ورسيدو .
د ناټو د شپيتمې کليزې پر مهال راسموسن د ناټو دنوي مشر په توګه وټاکل شو او په همدې غونډه کې دافغانستان پر مساله هم تاوده بحثونه روان وو ، په داسې حال کې ،چې راسموسن ته په اسلامي نړۍ کې د کرکې په سترګه کتل کيږي او دافغانستان مساله هم د کارپوهانو په اند د ناټو برخليک له چلنج سره مخامخ کړی ، د داسې يوه شخص ټاکل به څومره ګټور وي ؟ کيدی شي ، زموږ ګران لوستونکي دغه پوښتنې ته کوم ځواب بيامومي نو موږ به هڅه وکړو ، چې خپل نظر پر لوستونکو تحميل نه کړو او ددې لپاره به موږ د راسموسن د ژوند پر لوړو او ژورويوڅه رڼا واچوو .
اندرس فوګ راسموسن ، چې په ډنمارکې ژبه يې : انس فوه راسمسون دی په عربي او اسلامي نړۍ کې په 2006 ز څخه راوروسته دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم دکاريکاتور له خپرولو وروسته مشهور شو او دبيان دازادۍ په پلمه يې له دغو کاريکاتور ملاتړ کاوه پردې سربېره دخپلو همزولو تر منځ د زيرکه سياسيتمدار په توګه مشهور شوی او نوموړي وکولای شول ، چې اپوزيسيون د واک تر ګدۍ پورې رسوي .
راسموسن د 1953 ز دجنورۍ پر 26 مه نېټه ديولانډ ټاپو په يو کوچني ښارګوټي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې مور وپلار يې دواړه ډنمارکيان دي ، پلار يې بزګر او مور به يې په کور کې وه نوموړې درې بچيان لري .
راسموسن په ډنمارک کې داوروس په پوهنتون کې داقتصاد پوهنځي کې دماسترۍ تر کچې زده کړې تر سره کړې دي او پردې سربېره ديو شمېر سياسي کتابونو ليکوال هم دی .
راسموسن له کوچنيوالي سياسي زيرکتيا درلوده او په سياسي فعاليت کې يې ونډه درلوده او دپوهنتوني زده کړو پر مهال يې دغه سياسي وړتيا نوره وځليده نوموړې هغه مهال ليبرال تګلوری درلود .
راسموسن د تيرې پيړۍ په وروستيو کې وتوانيده ،چې پارلمان ته لار ومومي او په 1988 ز کې د ماليې راټولو وزير شو او د1992-1990 ز ترمنځ يې د ماليې اواقتصاد وزارتونو مشري کړې ده ،
راسموسن په 1998 ز کې دليبرال ګوند مشري تر لاسه کړې ، چې ګوند يې له دې وړاندې دوه ځلې په پارلماني ټاکنو له ماتې سره مخ شوی و درې کاله وروسته دده په مشرۍ ګوند يې د ډنمارک له ولسي ګوند سره ائتلاف وکړ او په ګډه يې د ډنمارک دلومړي وزير څوکۍ تر لاسه کړه ، راسموسن اوه کاله د ډنمارک لومړی وزير و ، (56 ) کلن راسموسن کاريزمي شخصيت لري او له زغم څخه برخمن کس دی ، د ډنمارکي سياستوال هانس انګل له خولې : دراسموسن له وسه پوره ده ،چې تر ډېره بريده ځان کنټرول کړي ، منظم او دتکتيک څښتن دی . نوموړی پر انګليسي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي او دجوړجاړې رامنځته کولو ښه وړتيا لري پردې مشهور دی ، چې قاطع سړی دی ځکه خو يې په 2005 ز کې د کارتون په موضوع کې دبيان ازادۍ پلمه کړه او دخپل هېواد له دريځه يې ملاتړ وکړ .
راسموسن دډنمارک په سياست کې يو لړ نوي اصلاحات رامنځته کړل ده خپلو وزيرانو ته امر وکړ ، چې خپلې شتمنې بايد په ډاګه کړي او د وزيرانو دشورا پر ويبپاڼه يې بايد خلکو ته وړاندې کړي .
له نورو دده يوه ځانګړنه داوه ، چې له رسنيو سره يې جلا چلند کاوه او د مطبوعاتي سلاکارانو پر ګومارنه يې د ډنمارک په سياست کې يو لړ مهمې دوسيې او پېښې حل کړې او دا دده دمطبوعاتي سلاکارانو برکت و . راسموسن ، چې داقتصاد متخصص دی لومړې په 1978 زکې پارلمان ته ورننوت وروسته يې بيا د (1993-1982 ز ) تر منځ څو ځلې دوزارت څوکۍ تر لاسه کړې ده نوموړې په 1998 ز کې د ډنمارک لومړې وزير شو او تر 2001 ز پورې دښي اړخو بنسټالو دمرستې او ملاتړ له کبله په همدغه څوکۍ پاتې و .
راسموسن هغه مهال له سختو نيوکو سره مخ شو ، چې کله يې پر عراق دامريکا له بريد ملاتړ وکړ همدغو نيوکو اړ باسه ،چې په 2007 ز کې له عراقه خپل ځواکونه راوباسي ، همدارنګه نوموړي د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د کارتون په موضوع کې له خپل حکومت سره ټينګ ودريده اويولاند بوسطن ورځپاڼې ، چې کوم کارتون خپور کړی و دا يې د بيان ازادي وبلله ،
په 2003 ز کې يې له روسيې سره هم ستونزه پيدا شوه ځکه د ارسلان مسخدوف ځانګړې استازی احمد زکاييف له زندانه ازاد کړ ،

له ترکيې سره ستونزه دا ده ، چې ډنمارک کارګر ګوند ته اجازه ورکړې ده ،چې له همدې ځايه تلويزوني خپرونې ولري دکردانو دغه ګوند په ترهګرو هغو کې شميرل شوې دی له بل پلوه ډنمارک له اروپايي ټولنې د ترکيې ديوځای کيدو مخالفت کوي .
راسموسن دبهرنۍ او امنيت په تګلار کې ډېر فعاليت وکړ دده له لاسته راوړنو څخه دا هم ده ،چې اروپايي ټولنه يې نوره هم ارته کړه ، چې ځينې ختيځ هېوادونه يې هم غړيتوب تر لاسه کړي نوموړې دغه پريکړه په 2002 ز کې هغه مهال وکړه ، چې د ټولنې مشري د ډنمارک پر غاړه وه .
له امريکا سره يې اړيکې ډېرې ښې دي په 2001 ز کې ، چې لومړې وزير شو د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ ان تردې ،چې دنوموړي له ډيرو نږدې ملګرو څخه وګڼل شو . کيڼ اړخه اپوزيسيون پر دغه ملګرتيا نيوکې وکړې اودا يې ړوند پيوستون وباله ،
راسموسن د ( ډيموکراسۍ جګړه ) کې د بوش له پريکړو ملاتړکاوه او دهغوسلګونو خيالي ترهګرو دنيولو په اړه يې دبوش له پريکړې ملاتړ وکړ ديادونې وړ ده ،چې راسموسن او بوش اته ځلې سره ليدلې دي . نوموړي په 2003 ز کې دډنمارک پارلمان ته په خپله وينا کې وويل : ( له ترهګرۍ سره په جګړه کې دا اړينه ده ،چې د ډيموکراتو او حقدارو دولتونوساتنه وکړو) په بله مانا ( په کار ده ، چې ترهګر ونيسو ځکه دوی موږ ته ګواښ راپنځوي ) .
دهمدې وينا له کبله راسموسن دخپل هېواد سل کلن دريځ ،چې بې طرفه و له خاورو سره برابر کړ او په افغانستان او عراق کې د يو جګړه مار هېواد په توګه وپيژندل شو . په 2003 ز کې راسموسن دعراق په جګړه کې دښکليدو په موخه دپارلمان غوڅ اکثريت راخپل کړ او بيا دغې جګړې ته ورګډ شو ، چې داپوزيسيون له سختو نيوکو سره يې ځان مخامخ کړ . همدارنګه ډنمارک يوله هغو هېوادو څخه دی ، چې دافغانستان په جګړه کې يې هم ونډه اخيستې ده دا په ناټو کې لومړنې هېواد دی ،چې افغانستان ته يې خپل سرتيري راواستول او په همدغه جګړه کې يې دنورو په پرتله يو څه ډېر زيان ليدلې دی . راسموسن له ورزش سره ډېره لېوالتيا لري هره ورځ منډه او په يخ ښويېدنه يې په زړه پورې ورزش دی . خپل رخصت دفرانسې په سويل لويديځ کې په هغه کور کې تيروي ، چې پنځلس کاله وړاندې يې رانيولې دی .

ترکيه اواندرسن فوګ راسموسن
دناټو داوسني مشر ياپ دي هوپ شيفر وخت د 2009 ز د جولای په پای کې ختميږي دغه منصب د ماليزيا ، کاناډا د ناټو دعمومي سرمنشي څوکۍ ته خپل کانديدان درلودل امريکا ، المان او انګلستان له اندرسن فوګ راسموسن څخه ملاتړ کاوه خو ترکيه بيا د اندرسن فوګ پر وړاندې ودريده دترکيې لومړي وزير او ولسمشر دواړو دنوموړي له کانديدا او ټاکنې سره مخالفت کاوه انقرې وويل : موږ په څو دلايلو له نوموړي سره مخالف يو . ډنمارک په خپل هېواد کې دکردستان کارګر ګوند ته اجازه ورکړې ده ،چې تلويزوني خپرونې ولري او دغه ډله دترهګرو هغو په لړ کې ده .
خپله اندرسن فوګ په 2005 ز کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دکارتون په اړه ويلي و ، چې دا دبيان ازادي ده او له ليکوال يې ملاتړ کړی و ، چې دا اسلامي نړۍ ته دمنلو نه ده په دې سره په اسلامي نړۍ کې د ناټو حيثيت نور هم خرابيدې شي .
دپراګ په غونډه کې دباراک اوباما په منځګړتوب ، چې په پراګ کې يې نږدې وه ګړۍ له ولسمشر عبدالله ګل سره په دې اړه خبرې وکړې کله ، چې دترکيې شرطونه ومنل شول نو لومړي وزير رجب طيب اردوګان اعلان وکړ ، چې موږ په هغو شرطونو له خپل دريځه تيريږو ، چې اوباما او ګل پرې سلا شوې دي .
ترکيه په څو شرطونو له خپل دريځه په شا شوه ، چې موږ يې خپلو لوستونکو ته په دې توګه وړاندې کوو
۱- دناټو دسرمنشي مرستيال به ترک وي .
۲- په افغانستان کې به دناټو ځواکونو مشري د ترکانو په لاس کې وي ځکه ترکان دافغانانو له کولتور سره دنورو په پرتله ډېر بلد دي .
۳- دا شرط يې مهم هم دی ، خپله اندرسن فوګ به د سې شنبې په ورځ په استانبول کې دتمدنونو دملګرتيا په سيمينار کې له اسلامي نړۍ رسمي بښنه غواړي او له خپل هغه دريځه به تيريږي ،چې ده درسول اکرم دکاريکاتور پر مهال ويلي ، چې دا د بيان ازادي ده .

دناټو تړون په 1949 ز کې رامنځته شو او په همدغه کال په واشنګټن کې لاسليک شو او بروکسل يې دايمي ځای وټاکل شو . په لومړي سر کې دناټو دنده داوه ، چې له اروپا به دفاع کوي او د وارسا تړون پر وړاندې به ودريږي دا نو د سړې جګړې مهال و په ناټو کې هر هېواد دخپل وس پورې د لګښت او وسلو ژمنه کوي . ناټو له 26 هېوادو رامنځته شوې ده ، چې په دې کې بنسټ اېښودونکي او وروسته يو ځای شوي هېوادونه په کې شامل دي ، امريکا په 1949 ز کې له ناټو سره يو ځای شوه ، چې اوس د ناټو دغړو فرانسه ، بلجيم ، کاناډا ، ډنمارک ، ايتاليه ، هالينډ ، ناروی ، پرتګال او انګلستان ترمنځ له هر اړخه پياوړې ده .
ترکيه په 1952 ز کې له ناټو سره يو ځای شوه يونان د 1980-1874 ز ترمنځ له ناټو څخه وتې و ، لويديځ المان لومړی په 1955 ز کې او بيا وروسته ، چې کله له ختيځ المان سره يو ځای شو په 1990 ز کې له ناټو سره يو ځای شو . په 1982 ز کې هسپانيه په 1999 ز کې چيک ، مجارستان يا هنګري ، پولينډ او په 2004 ز کې بلغاريا ، لاتويو ، لتوانيا ، رومانيا ، سلواک وريو ځای شول دا د ناټو په تاريخ کې ديوځای کيدو تر ټولو ستر ګام و . اوس البانيې ، کرواتې ، مقدونيې ، ګرجستان او اوکراين ديوځای کيدو پر سر بحث روان دی .
ناټو اوس په دغو سيمو کې خپل سرتيري پياده کړي دي په 1995 ز کې يې بوسنيا ته دسوله ساتو ځواکونو په نوم استولې دي په 1999 ز کې يې يوګوسلاويا ته وراستولې دي او افغانستان ته يې په 2003 ز کې خپل سرتيري دايساف په نوم استولې دي . دناټو دمشر لپاره دا شرط ده ،چې داروپا يي هېواد تبعه به وي .