هنديانو په نړۍ کې د سرو زر بيې پورته کړې

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، هندوستان په نړۍ کې دويم د سرو زرو تر ټولو ستر مصرونکی هېواد دی. د نړيوالو شمېرنو پر اساس هند کې د سرو زرو ډېره کارونه لامل شوې ده چې په نړۍ کې د سرو زرو بيې پورته شي. 

تېر کال هندوستان کې تر ۶ سوه ټنه سره زر کارېدل او خلکو استعمال کړي وو، چې روان ۲۰۲۰ به يې شمېر ۸۰۰ ټنو ته پورته شي. 

د سرو زرو نړيوالې شورا د هندوستان له حکومت غوښتي دي چې په سرو زرو ماليې لوړې کړي ترڅو د ډېرې کارونې او غوښتنو مخه يې ونېول شي. هند کېد سرو زرو په وارداتو ماليه تېر کال لس سلنه وه چې سږ کال به دغه ماليه ۲،۵ سلنه نور هم پورته شي. 

که څه د هندوستان د خلکو اقتصاد لوړ نه دی او تر نميايي وګړي په غربت کې ژوند کوي، خو د مذهبي او سنتي رواجونو پر اساس هندوستان کې د سرو زرو کارونه ډېره او عامه ده.