مور او زوی ۶۶ مېلېونه ډالر غلا او پوليسو ونېول 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، لندن کې د Ecclestone په نوم له يوې مغازې يو مور او د هغې زوی د ۶۶ مېلېونه ډالرو په ارزښت د غوږۍ، ګوتمۍ، ساعتونه، نغدې پيسې او نور غلا کړي دي. 

يادې ميرمنې دغه کار تېره مياشت کړی وو چې پوليسو نېولې او په خپلو وروستيو څرګندونو کې يې پرې اعتراف هم کړی دی. نېول شوې ميرمنې ځان د رومانيا هېواد وګړې معرفي کوي. 

پوليس وايي چې د يادې ميرمنې په کور کې نورې نغدې پيسې او قيمتي توکي هم پيدا شوي دي چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.