نړيوال اتومي آژانس د مشر په توګه د ډاکتر محمد البرادعي دنده پايته رسېدلې، خو تر اوسه د ده د ځای ناستې لپاره کانديدان، چې جاپانی اومانو او د سويلي افريقې تبعه عبدالصمد دی ، يو هم په دې نه دي توانېدلي چې له 35 رايو څخه 24 رايې يا په بل عبارت دوه پر درې رايې چې د ټاکنې لپاره اړينې دي، ترلاسه کړي. حال دا چې البرادعي په لومړي وار له 34 څخه 33 رايې تر لاسه کړې وې. لکه څنګه چې ده د نړيوال اتومي آژانس مشري په وياړمنه توګه تر لاسه کړه همداسې يې درې دورې په وياړ سره سرته هم رسوله. البرادعي ثابته کړه، چې په نړيوالو مؤسسو کې چې اکثراً د امريکې له خوا تمويليږي او د امريکې خوښه په پام کې نيسي ، که چېرې سړی کلک هوډ او لوړ وجدان ولري، هم کولی شي پر خپلو ارزښتونو ودريږي او دمؤسسې له ارو اصولو او موخو سره سم کار وکړي . البرادعي د زور او زورورو پر وړاندې سر ټيټ نه کړ او نړيوال وجدان يې په وياړمنه بڼه تمثيل کړاو نړۍ هم ده ته د همدغو وياړمنو کارنامو لپاره د نوبل د جايزې وياړ ورکړ.
البرادعي په نړيوال قانون کې لوی لاس لري ، دعربي او نړيوال ادب لېوال دی، کلاسيکه موسیقي اوري ، د ادم دزوزات ترمنځ درنګ او وينې توپيرنه مني ان تردې ، چې ځينې کورني ژوي ( حيوانان ) يې په کور کې له ځانګړې زړه سوي څخه برخمن دي، د خپل ډول بېساری ورزشکار دی . دعراق له دوسيې سره يې دچلند پر مهال ستوری وځليده ، البرادعي وايي دده د برياليتوب راز دتقدير کار دی. خپله وايي: « ماهیڅ اټکل نه کاوه ، چې زه د نړيوال اتومي اژانس مشرشم ، بخت راسره ياري وکړه ، خو ما بيا وروسته له دغې زمينې ډېره ګټه پورته کړه » .
ډاکتر البرادعي د 1942 ز د جون پر 17 مه نېټه د الجيزة ولايت په ( حي الدقی ) کې نړۍ ته سترګې پرانېستې، پلار يې مصطفی البرادعي نوميدهچې په خپل وخت کې د وکيلانو دټولنې مشر و ، پلار يې هڅاوه چې قانون ولولي او د عشق تر بريده له دغې زده کړې سره مينه وکړي. دپلار په کتابتون کې د ماشومتوب له مهاله له مطالعې سره روږدی شو، همدلته يې ادبيات ، ساينس او عمومي مطالعه وکړه ، خو د مطالعې ډېره برخه يې دقانون په برخه کې وه، دخپلې کورنۍ او پلار دخوشالو په موخه يې په قانون کې ځانګړې زده کړې تر لاسه کړې .
البرادعي له قانون سره دلېوالتيا په اړه وايي: « داسې ښکاري ، چې زموږ کورنۍ ته قانون په ميراث کې راپاتې شوې ، ما دخپل پلار له برکته خوښاوه او نوموړی هر وخت زمامخبيلګه و، دقانون دکتابونو لوست ته به يې هڅولم ، دحقوقو پوهنځي په انتخاب کې هم د ده خپل رول و ، زما لورچې اوس په لندن کې مېشته ده هم قانون لوستی دی او له ما اغيزمنه شوې وه دا نو ميراثي کار دی » .
البرادعي په 1962 ز د القاهرې پوهنتون دحقوقوله پوهنځي فارغ شو او دمصر دبهرنيو چارو په وزارت کې يې په 1964 ز کې دکميسونو د اداره کولو په څانګه کې دنده تر لاسه کړه چې هغه مهال د څانګې مشر اسمعيل فهمي و . البرادعي د قانونپوه او ډیپلومات په توګه مختلفې دندې تر سره کړې او دبهرنيو چارو وزارت دمشرتابه پام يې دځان لور ته راواړوه او دوی هم واشنګټن ته د ډیپلومات په توګه واستوه. البرادعي دلته شپه او ورځ پر ځان يوه کړه دکار تر څنګ يې خپلې زده کړې هم پيل کړې، همدلته يې په قانون کې دوکتورابشپړه کړه او په 1974 ز کې بېرته مصر ته وګرځيده او دپخوانۍ ملګرتيا او پيژندنې له برکته د مصر د بهرنيو چارود وزير(فهمي اسمعيل) مرستيال شو او د1978 ز پورې يې دمصر په استازيتوب په نړيوالو کنفرانسونو ، خبرو اترو او مهمو تړونو کې ونډه واخېستله ، البرادعي په نيويارک او ژينو کې دملګرو ملتونو په دفترونو کې دمصر داستازي په توګه دنده تر سره کړې ده ، همدارنګه يې څوکاله دنيويارک پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې دقانون مضمون تدريس کړی . البرادعي له يو شمير نړيوالو او مشهورو پوهنتونولکه د نيويارک ، ميريلينډ ، په القاهرة کې امريکايي پوهنتون ، په باري کې ازاد پوهنتون ، په جاپان کې دسوکا پوهنتون ، په پکينګ کې تڅغوا پوهنتون ، په بوخارست کې دکلتور له انسټيټوټ ، په مادريد کې دټيکنالوژۍ پوهنتون ، په سيول کې له کونکو پوهنتون ، فلورنسا پوهنتون ، بونس ايرس پوهنتون ، په ارجنټاين کې کويو ملي پوهنتون او امهرسټ پوهنتون او په پای کې د القاهرې پوهنتون څخه افتخاري دوکتوراوې تر لاسه کړي . همدرانګه البرادعي دوخت په تيريدو ځينې مهمې ډالې او جايزې هم تر لاسه کړې دي .
دفرانکلين روزولټ دازادۍ څلورمه جايزه، 2006 ز
دامريکا دنوښت له اکاډمۍ څخه دسرو زرو جام
په ډیپلوماسۍ کې د بېساري کار له کبله له جورج ټاون پوهنتون څخه دجيت تراينور جايزه
داسلامي اړيکو له کميسون څخه دانسانيت دامن جايزه
له کرانس مونتانا څخه دموسسې جايزه
په الجزاير کې ملي نښان او جايزه
دایټاليې له ولسمشر څخه دسولې دسرو زرو کوتره
په دوبلن کې دسالوس پوهنتون دفلسفې دڅانګې افتخاري غړی
په مصر کې په ملکي برخه کې دالنيل نښان
په 2007 ز کې دموستار جايزه .
محمد البرادعي د 2005 ز په اکتوبر کې دسولې دنوبل جايزه تر لاسه کړه، له دغې جايزې سره ستاينليک ، مډال او 1,3 ميلون ډالرو مل دي. البرادعي ددغې جايزې ډېره برخه په مصر کې د يتيمانو دپالنې مرکزونو ته ورکړې ده . دا څلورم مصری دی ، چې دنوبل جايزه تر لاسه کوي، له دې وړاندې دمصر ولسمشر انور السادات ، نجيب محفوظ او احمد زويل هم دغه نړيواله جايزه تر لاسه کړ ې وه .
په 1980 ز کې البرادعي په ملګرو ملتونو کې دنړيوال قانون دپروژې مسوول شو او په 1994 ز کې په اتومي اژانس کې دخپلې شخصي لېوالتيا له مخې پر دنده وګومارل شو: « ما دبهرنيو چارو وزارت د اختلافاتو له کبله نه دی پرېښی ، ما وغوښتل چې د خپل رول بريدونه پراخ کړم، پخوا مې دخپل کوچني هېواد دګټو دمدافع په توګه دنده تر سره کوله اوس غواړم ، چې دنړيوالو ګټو مدافع واوسم ، دغه نړيوال منصب زما لپاره دوياړ خبره ده » .
د1993 ز په پيل کې د نړيوال اتومي اژانس دبهرنيو اړيکو مرستيال شو او دلومړي ځل لپاره په 1997 ز کې دپټو ټاکنو له لارې له 34 رايو څخه د 33 رايو په تر لاسه کولو سره ددغه اژانس لوی مدير شو . له ګردو ستړياوو سره البرادعي تل هيله من او نيک شګون وي او د دندې له ستړيا څخه ځان دورزش په ترسره کولو خلاصوي ځکه خو دسکواش په سياليو کې د اتلولۍ مقام ته رسيدلې دی او اوس هم دګلف لوبه کوي .
البرادعي په 1975 ز کې له ميرمن عابده الکاشف سره واده وکړ، د واده کېسه يې هم عجيبه ده؛ دمصر د دیپلوماتيک کور په انګړ کې د کوم سفير واده و البرادعي هم دغه واده ته بلل شوی و او همدلته يې ميرمن عابدة الکاشف وليده او زړه يې پرې ورغی او ډېر زر يې ورسره د واده پريکړه وکړه. مېرمن عابدة په القاهرة کې له امريکايي پوهنتون څخه فارغه ده او په ښوونه روزنه کې ماستري لري البرادعي وايي : «زه د دندې له اندېښنو او ستړياوو ليرې دخپل ژوند ښې شيبې دعابدة الکاشف تر څنګ تيروم ، زما له ميرمن پرته زما لپاره دا شونې نه وه ، چې دغه ډول مهمې دندې تر لاسه کړم.» سره له دې ،چې نوموړې هم په ښوونه کې ماستري لري ، خو تر ډېره يې دکور کارونو ته ځان اوزګار کړی و او دمصطفی او ليلی پالنه به يې کوله .
د1997 ز د سپټمبر پر 27 مه نېټه چې کله ډاکتر محمد البرادعي په ويانا کې دخپل سلف هانس بليکس پر ځای دڅلورو کلونو لپاره وټاکل شو نو له خپلې مېرمن سره يې دغه ټاکنه ولمانځله دا لومړنی مصری او عرب دی ، چې دغه لوی منصب ته رسیږي. هغه مهال يې ورسر ه لور ليلی او زوی مصطفی هم نه وو . البرادعي په 2001 کې بيا دڅلورو کلونو لپاره وټاکل شو ، په 2005 ز کې يې ماموريت پای ته رسيده ، خو يو ځل بيا ددرېيم ځل لپاره د امريکايانو له مخالفت سره سره هم دنړيوال اتومی مرکز يا نړيوال اتومي اژانس دنده يې وساتله . دامريکا بهرنۍ تګلار هڅه کوي ، چې نور هېوادونه په خلاص لاس دغه ټيکنالوژي تر لاسه نه کړي. دمحمد البرادعي پر سر جنجال راپورته شو او لامل يې دامريکا بهرنۍ تګلار ده پر عراق له بريد وړاندې په 2003 ز او دايران اتومي پروګرام هغه دوسيې دي ،چې د محمد البرادعي او متحده ايالات يې سره ديوبل پر ضد ودرول .
متحده ايالاتو ددرېيم ځل لپاره دمحمد البرادعي له ټاکنې سره خپل مخالفت پټ نه کړ ، هماغه و ، چې واشنګټن پوست يو جنجالي خبر خپور کړ ، چې واشنګټن اوس د محمد البرادعي ټيلفون ته غوږ نيسي بویه که داسې څه ومومي ، چې داژانس له مشرتابه څخه د البرادعي په ګوښه کولو کې ورسره مرسته وکړي .
دايران اتومي پروګرام او البرادعي
متحده ايالاتو پر البرادعي تور ولګاوه ،چې دايران داتومي پروګرام په اړه يې دریځ دومره غښتلې نه دی ، خو کله يې چې دسولې د نوبل جايزه يې تر لاسه کړه دامريکايي تورونوناسموالی يې په زباد ورسولو.د البرادعي په اند اتومي ټيکنالوژي بايد د نظامي موخو لپاره ونه کارول شي ، خو دسوله ييزو هغو لپاره بيا په دې برخه کې دهرچا حق خوندي دی . د ايران داتومي پروګرام په اړه البرادعي د 2007 ز په می کې له CNN سره په يوه مرکه کې وويل : موږ نه غواړو ،چې ځينې نويو ليونيانوته دا پلمه په لاس ورکړو، چې راشي او پر ايران بريد وکړي .
نوموړي له فرانسوي لوموند ورځپاڼې سره په مرکه کې دايران په اړه وايي :« زه غواړم ، دخلکو له ذهنه دا ليرې کړم ، چې ايران به له وخته وړاندې دګواښ بڼه غوره کړي ، موږ په اژانس کې دا صلاحيت نه لرو ،چې پر ايران دبريد اجازه ورکړو او کنه تاسې خو عراق ګوریء کنه، همدايې ښه بيلګه ده. د زور کارونه د دې پر ځای ، چې ستونزه حل کاندي نوره يې هم پیچلې کوي.» البرادعي په 2008 ز کې وويل :« که پر ايران بريد وشو زه نو په دغه بڼه بيا خپل کار ته دوام نه شم ورکولای .» له دغه دریځه معلومیږي ، چې البرادعي په اژانس کې له ډېره احتياطه کار اخيست، دنوموړي له وسه پوره وه ، چې دايران په اړه له خپلې خوښې سره سم راپور چمتو کړي سره له دې چې دايران او مصر تر منځ اړيکې له دريو لسيزو رادیخوا دومره ښې نه دي او البرادعي ورڅخه دمصر په خاطر هم کسات اخيستلای شو ،خو البرادعي ددې کار پر پايله پوهيده .
سره له دې ، چې هغه مهال داژانس دمشرتابه لپاره دالبرادعي کوم سيال نه و ، خو واشنګټن د استراليا پخوانی لومړی وزير وهڅاوه ، چې دغې دندې ته ځان کانديد کړي ، خو نوموړي ونه منله . د2005 ز دمی په پای کې متحده ايالات له خپل دریځه په شا شو اود کاندوليزا رايس او البرادعي له ليدنې وروسته اژانس دمشرتابه کميسون د همدغه کال دجولای پر 13 مه نېټه البرادعي ددرېيم ځل لپاره د عمومي مدير په توګه وټاکه .
محمد البرادعي دنړيوال اتومي اژانس دمشر په توګه دخپل کار په اړه وايي : « زما کار ډېر سخت دی ، زه بايد هر وخت سفر وکړم دا مې له دې راګرځوي ، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره وخت تېر کړم ځکه خو زه ډېر زيار باسم ، چې داونۍ رخصتي له خپلې کورنۍ سره تير کړم . » او دا دی البرادعي تر ډېر ستړي او وياړمن کار او زيار په پای کې خپلو هيلو ته ورسېد او ښآيي اوس وکولی شي له خپلې کورنۍ سره په ډاډه زړه دمه وکړي.
وروستي