
روهی( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )، په افغانستان کې د چین سفیر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د دغه هیواد په «ووهان» ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي.
وانګ یو د افغانستان د روغتیا له وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز سره لیدنه کې ویلي چې چیني لوری له «کرونا» ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د افغان محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه کوي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۴مه پر خپل ټوېټر لیکلي: ما هغه ته وویل چې په ووهان ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي،چینايي لوری د هغوی پوره پاملرنه کوي، موږ باوري یو چې پر کرونا ویروس باندې به بریالي کیږو."
د روغتیا وزارت هم ویلي چې ډاکټر فیروز الدین فیروز د چین له سفیر څخه غوښتي چې هیواد یې له یاد ویروس څخه د مخنیوي په هدف د افغان محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي.