د ولسمشر پوتين په مشرۍ روسيه د سړې جګړې د وخت له ترېنګلي وضعيت را بهر شوې ده او اوس مهال له امريکا متحدو ايالتو سره د زبرځواک په سيالۍ کې ده. روسيه له تېرو ۲۰ کالونو له ايران سره په دې نېږدې اړيکې پايلي چې ايران او امريکا سره ښکر په ښکر دي. بيا له بلې خوا، اسرائيل د روسيې سټراټژيک دوست هېواد دی؛ اسرائيل له ايران سره ترېنګلې خو له امريکا سره د دوستۍ اړيکې لري.
تېر يو کال کې د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نیتن یاهو څلور ځلې مسکو ته سفر کړی او هلته يې هم تود هرکلی شوی دی. مسکو د لومړي وزير بنيامين نتين ياهو د وروستي سفر په ترڅ کې ترڅو دی خوښ وساتي د مخدره مواد د لېږد اسرائيلی مجرم ناما اسار يې ورته له بند ازاد کړ.
روسيه ولې له اسرئيلو سره ښې اړيکې ساتي؟
۱- مسکو هڅه کوي چې له نړيوال ګوښتوب ځان خلاص کړي او همدا ډول د اوکراين په مساله کې همکار هېوادونه ولري. اسرائيل د اروپايي ټولنې او امريکا نېږدې ملګری هېواد دی او په دې سره روسيه کول شي چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه غښتلی هېواد په نړيوال مسايلو کې له ځان سره ولري.
۲- روسيه او اسرائيل تاريخي او کلتوري اړيکې هم لري. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د روسيې او اسرائيلو ترمنځ ګډوالۍ شوې او دغه دوه هېوادونه يې سره نېږدې کړل. په سوداګريزه برخه کې د روسيې او اسرائيلو ترمنځ سوداګري پنځه مېلېارده ډالرو ته ورسېده.
۳- روسيه په سوريه او د منځني ختيځ په مسايلو کې دننه شوې ده. اسرائيل د منځني ختيځ هېواد چې په سياسي او پوځي برخو کې دغه دوه هېوادونه بايد سره نېږدې پاتې شي ترڅو خپلې ملي ګټې د منځني ختيځ په سيمه کې سره خوندي کړي.
په نېږدې تېر کې متحدو ايالتو د ايران مهم پوځي قومندان جنرال قاسم سليماني ورته ووژلو. روسيې دغه بريد وغندلو او د سليماني پر وژل کېدو خواشينې شوه، خو اسرائيلو بيا د امريکا خوا خپل کړه او د امريکا په خوله يې سليماني ترهګر ياد کړ.
مسکو ۲۰۱۵ کال کې د اسرائيلو او ايران په اړه خپله بهرنۍ پالېسي داسې اعلان کړه چې مسکو به دوی له منځه يو غوره نه کړي، بلکې د دواړو ترمنځ به انډوال وساتي. ۲۰۱۸ کال کې د روسيې دغه بهرنۍ سياست له ګنګستيا سره مخ شو. د سوريې جګړه، عراق، سعودي عربستان او وروستۍ د سليماني وژنې دا سخته کړه چې مسکو په ښه ډول د اسرائيلو او ايران ترمنځ بلانس وساتي.
ايران په سيمه او ځانګړي ډول منځني ختيځ کې د روسيې د حساب هېواد دی. له يوې خوا له امريکا سره د ايران مخالفت مسکو او تهران سره نېږدې کړي دي او بيا له بلې خوا د تهران او مسکو ترمنځ سوداګري؛ په سياسي او پوځي برخو کې د ايران وړتيا د مسکو او تهران د ښه او ډپلماټيکو اړيکو سبب شوی دی.
ولسمشر پوتين او حکومت ته يې دا په ژوره توګه ستونزمنه ده، چې د اسرائيلو او ايران د ژور اختلاف سره سره، د دواړو هېوادنو سرسه د تعادل اړيکې وساتي. روسيه که چېرې له ايران سره نېږدې کيږي نو اسرائيلو سره به يې اړيکې اغېزمنې کيږي او بيا که اسرائيل او روسيه يو غږ پورته کوي، له يوې خوا به ايران له روسي ګيلامن وي او له بلې خوا د روسيې په وجدان کې به د اسرائيلو او امريکا نېږدې اړيکې د مسکو لپاره عذاب وي.
وروستي