د جنرال دوستم په مشرۍ جنبش ګوند: ولسمشر دې بښنه وغواړي؛ امير تيمور ته يې ګوډ تيمور ويلي 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، تېره ورځ کابل کې يو شمېر ازبکانو او د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند ملاتړ پر ولسمشر نيوکه کړې ده او ويلي دي چې د دوی تاريخ او کلتور ته يې سپکاوی کړی. 

جنبش کوند وايي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر د پوهنتون استادانو سره په ناسته کې د دوی تاريخي رهبر تيمور ته ګوډ تيمور ويلي دی. دوی له ولسمشر غوښتي دي چې په دې پار دې بښنه وغواړي. 

د جنبش ګوند بشير احمد ته ينج ويلي دي چې ولسمشر دې هم بښنه وغواړي او هم دې د افغانستان د پوهنې او تاريخي کتابونو کې د امير تیمور ګورکاني نوم چې ګوډ تيمور لېکل سم کړي. 

تيمور ګورګانی چې په ګوډ تيمور يا تيمور لنګ سره شهرت لري، په ۱۵۰۰ کالونو کې يې په اسايي سيمو واکمني کړې.