د سوريې پوځ څلور ترکيي پوځيان ووژل او نهه نور يې ټپيان کړي دي

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د سوريې ادليب ښار کې د سوريي او ترکيي ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور ترکيي پوځيان وژل شوي او نهه نور په کې ټپيان دي. 

د ترکيي دفاع وزارت د دغه پېښې پخلی کړی دی. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ترکيي پوځ د اورپکو پر ضد عمليات وکول. 

ترکيه له تيرو څو کالونو په سوريه کې پوځيان لري چې د امريکا متحدو ايالتو له مخالفتونو سره مخ دي.