جيونيوز: له افغان خاورې وېشتل شوي توغندي خيبر پښتونخوا کې د يوې کورنۍ ۷ غړي ووژل 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، پاکستانۍ رسنۍ جيونيوز ليکلي دي چې له افغان خاورې وېشتل شوي توغندي خيبر پښتونخوا کې اووه کسان وژلي دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي. 

د ګلزاد خان په نوم خيبرپښتونخوا کې يو پوليس ويلي دي،  چې بتوار بنګرو نومي کلي کې شوې ده. د نوموړي په وينا چې وژل شويو کې درې ميرمنې، درې ماشومان او يو هم د کورنۍ مشر دی. 

پاکستانۍ جيونيوز رسني د انورالحق په نوم د يو بل پوليس چارواکي له خولې ليکلي دي، چې توغندي د افغانستان له کونړ ولايت وېشتل شوی دی. 

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د پاکستان له خاورې په لسګونه ځلې د افغانستان په سويلي او ځانګړي ډول کونړ ولايت توغنديز بريدونه شوي، چې ولسي تلفات يې درلودل. 

افغان چارواکو په لسګونه ځلې د پاکستان د بريدونو په اړه شکايتونه کړي، خو پاکستان چارواکو يې د مخنيوي په پار څه نه دي کړي.