عراق کې د نوي لومړي وزیر ټاکل کېدو سره سره لاریونونه دوام لري

روهي( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )،  د مخابراتو پخوانی وزیر محمد توفیق علوي په سیاسي بحران ځپلي عراق کې د دغه هېواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو.
 
 د عراق ولسمشر برهم صالح د مخابراتو پخوانی وزیر محمد توفیق علوي د دغه هېواد نوی لومړی وزیر وټاکه.
 
 نوی لومړی وزیر به د یوې میاشتې په اوږدو کې کابینه جوړه کړي او د پارلمان تصویب ته به اړتیا ولري، که چیرې هغه هم پاتې راشي، نو ولسمشر برهما صالح کولی شي په ۱۵ ورځو کې یو بل کس د کابینې جوړولو لپاره وګماري.