په پاکستان کې که نوازشریف راځي یا کومه بله نوې څیره نو دافغانستان دوسیه له هماغه پیله له پوځ استخباراتو سره وي او ملکي حکومت په دې تړاو هغه څه کوي ،چې پوځ او استخبارات یې ورته وايي په دې ټاکنو کې یوه بله د پاموړ او ندېښنې خبره داده ،چې وسلوالو طالبانو یوازې پښتانه کاندیدان په نښه کول او دچارسدې خان یو ځل بیا دملا پر وړاندې کونډه ووهله . خان اوس پوره تاوان وکړ هم یې وکالت بایلود او هم کاواکه حیثیت ځکه ده دخپل وکالت او صوبايي حکومت پرمهال دخپل لوی کور (افغانستان ) پر وړاندې بې مسوولیته څرګندونې وکړې همدا افغانستان و ،چې تېر ځل یې ورسره په ټاکنیزو منډو ترړو کې ډېره مرسته وکړه . نواز شریف په پاکستان کې تر ډېره دسعودي عربستان سړی دی دده په راتګ سره په افغانستان کې دنواز او ایراني اخوندانو ترمنځ سړه جګړه بل ډول غوره کړي . په لاندې کرښو کې به دروهي ویبپاڼې لوستونکي دنوازشریف دژوند او سیاست په اړه ډېر څه وپيژني . یاده دې وي ،چې نواز شریف پخوا هم د اونۍ څېره وه .
دنواز شریف بیوګرافي له دوو ټکو سره کلک تړاو لري یو د ده اسلامي شالید او بل دده بورژوازي ټولنیزه پشتوانه. همدغه دوه ټکي وو ، چې نواز شریف د ازاد بازار تګلارې ته مخه کړه او لامل یې هغه ترخه تجربه وه ، چې په ترڅ کې یې د ده د کورنۍ ټوله شتمني ضبط شوې وه . همدغه اغیز و ، چې نواز شریف په خپله سیاسي تګلاره کې اسلامي او لیبرال لیدلوري راخپل کړل، که څه هم دا په پاکستان کې ضدونقیض لیدلوري ګڼل کیږي .
د همدغه ليد لوري په رڼا کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته نواز شریف سمدلاسه په لاهور کې ( اتفاق اسلامي اکاډمۍ ) پرانېسته ، چې خپلو شاګردانو ته به یې دیني او دنیوي زده کړې پر یوه مهال برابرولې له نواز سره دغه فکر تر ډيره مل و او چې کله دسیاست نړۍ ته ورننوت نو قران کریم یې په لیسو او ښوونځيو کې لازمي مضمون وګرځاوه. بايد ووايم ، چې نواز له پوهنتون وړاندې دلاهور په اکاډمۍ کې زده کړې بشپړې کړې ا ودپنجاب پوهنتون دحقوقو له پوهنځي فارغ شو .
د نواز شريف (اتفاق) امپراطوري
میا محمد نواز شریف، چې غوره بولي نوم يې په همدغه بڼه واخیستل شي او دایې په تذکره کې هم لیکل شوې، له خپل ارټاټوبي کشمیر سره ډېره لېوالتیالري. نواز شریف دپاکستان له زیږیدو یو کال وروسته د 1949 ز د ډسمبر پر 25 په لاهور کې نړۍ ته سترګې پرانېستي او له اقتصادي پلوه یې له خپلې کورنۍ سره پر دغه ګڼ مېشتي ایالت پنجاب پورې تړاو ومونده . هغه مهال یې کورنۍ د کانونو په راویستو بوخته وه، پلار یې له خپلو نورو شپږو وروڼو سره دغه کسب له نورو انحصار کړی و اوهمدغه یې دشتمنۍ سرچینه وه ، خو په 1979 ز کې د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو داصلاحاتو په پایله کې دنواز دکورنۍ ټوله شتمني عامه شوه .
نواز شریف له جنرال ضیاء الحق سره نږدې اړیکې درلودې دهمدغو اړیکو له برکته یې په 1977 ز کې داتفاق شرکت په نوم کارخانه پرانېسته ، کار او ګټې یې ورځ تر بلې وده کوله ان تردې ، چې دشلمې پیړۍ په نوېیمو کلونو کې یې کلنې پانګه 450 میلونو ډالرو ته ورسیده او په 1981 ز کې 16 میلونه ډالره ګټه ترلاسه کړې وه . په اتفاق کارخانه کې د کارګرو شمیر نږدې 10 زره تنو ته رسیده پردې سربېره نواز په پاکستان کې د بورې او رخت ستر شرکتونه لري .
نواز د 1985 ز داپریل پر 9 نېټه دپنجاب ایالت دحکومت مشري تر لاسه کړه ، خو سیاسي فعالیت یې دشلمې پيړۍ له اتیایمو کلونو څخه راپيل کړې و او ددې ترڅنګ یې اتفاق شرکت دمدیر په توګه دنده هم ترسره کوله .
نواز دوه ځلې په پاکستان کې دلومړي وزیر تر څوکۍ رسیدلې ،خو دواړه ځل یې واک په ډراماتیکه بڼه له لاسه وتې دی، لومړې یې په 1990 ز کې دلومړي وزیر په توګه لوړه وکړه ، خو د 1993 ز د جولای پر 18 نېټه له دغې څوکۍ ګوښه شو. د کارپوهانو له انده دا په پاکستان کې د ډیموکراسۍ په تاریخ دواک بیلګه يیز لیږد و، چې په لومړي ځل د سوداګرو له نوې توکمه ( نسل ) یو سړی واک ته رسیږي ځکه پخوا دغه څوکۍ د پوځ او یا دودیزې بورژوازې پاړکي لخوا ګرو شوې وه . په دوهم ځل نواز د1997 ز د فبرورۍ پر 17 واک ته ورسیده ، خود 1999 ز داکتوبر پر 12 دجنرال مشرف دکودتا له لارې سیده زندان ته ولاړ .
دنواز او بینظیر بوټو دښمني اوږد تاریخ لري او له 1985 ز څخه رادیخوا پيل شوې ده، دا هماغه کال دی چې جنرال ضیاء الحق د الوتکې په پېښه کې له منځه ولاړ او بینظیر بوټو وتوانیده ، چې ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو نواز یې مخالفت کاوه او د نوموړې پر ضد یې داسلامي ګوندونو یو ائتلاف رامنځته کړ ، چې همده یې مشري کوله او د 1988 ز په ټاکنو کې یې ونډه واخېسته او دپاکستان ملي پارلمان ته یې لار ومونده خو دپنجاب دلومړي وزیر په توګه یې دغه دنده غوره وبلله له بوټو سره یې دپرله پسې اختلافاتو له کبله درسنیو دسر ټکې و .
نواز له خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ څخه تل ګټه پورته کوله ، چې بینظیر بوټو او نورو سیاستوالو ته ستونزې راوپنځوي ان تردې ، چې د بینظیر بوټو د ګوښه کولو پلان يې جوړ کړ، ځکه چې له 1988 ز څخه رادیخوا بوټو او ګوند یې په واک کې و . نواز له خپل نفوذه کار واخېست دپوځ له سترو جنرالانو ، بیروکراتانو او سترو سوداګرو سره یې دبوټو اړیکې غوڅې کړې او په 1990 ز کې وتوانیده ، چې لیبرال ، اسلامي ډلو ټپلو دايتلاف په ترڅ کې واک ته ورسیږي .
نواز شریف دخپلې واکمنۍ پر مهال هڅه کوله ،چې ازاد بازار پياوړې شي او دسوداګرۍ په برخه کې دلیبرالیزم غوښتنې په پام کې ونیسي لومړې ګام یې دا و ،چې د پاکستان اقتصاد یې د بوټو د سوسياليستي سمونونو له منګولو خلاصوه او د دولت ځینې پروژې یې وپلورلې ، له بهره یې دپانګې اچونې بهیروهڅاوه. که څه هم دغه ګامونه دنړیوالو بسپنه ورکونکو موسسو لخوا ښه وارزول شول ، خو په کوردننه له ستونزوسره لاس وګریوان شو ځینو دا له وخته وړاندې خبرې وبللې ، چې په پاکستان کې دبیکارۍ کچه هم ورسره لوړه شوه .
دنواز تګلارې په پاکستان کې دواک دسیاسي اواقتصادي محورونو تر منځ له ګواښه ډکې وبلل شوې دده دمخالفینو ، چې په سر کې یې بوټو وه یوایتلاف رامنځته کولو ته وهڅول پر نواز نیوکې ډیرې شوې او ولسمشر غلام اسحق خان اړ شو ، چې د 1993 ز په اپریل کې پارلمان ړنګ کړي نواز شریف د دیرشو میاشتو په واکمنۍ کې 20 ملیارده کلدارې خپلې پانګې ته ورزیاتې کړې وې . بوتو او نواز یو بل ته په نوبت سره د لومړي وزیر څوکۍ پرېښوده کله ، چې بینظیر بوتو لومړۍ وزیره شوه نواز داپوزیسیون مشر شو ان تردې ، چې د 1996 ز دنومبر پر 5 مه نېټه بینظیر بوتو هم له ورته برخلیک سره مخ شوه او ولسمشر فارو ق لغاري له واکه ګوښه کړه خپله لغاري بیا د 1997 ز په نومبر کې له ولسمشرۍ څخه لاس واخیست .
نواز هڅه وکړه ، چې ددوهم ځل لپاره واک تر ګوتو کړي داځل یې په خپل ټاکنیزکمپاین کې پر ولسي ارزښتونو ډډه ولګوله ، چې فساد به له منځه وړي ، ټولو ته به کارونه مومي په پاکستان کې به ددیموکراسۍ نورمونه پلي کوي ، چې په نړیواله کچه دپاکستان نوم بېرته ښه شي هماغه و ، چې په 1997 ز کې ټاکنې وشوې او نواز شریف د 217 څوکیو څخه 134 څوکې راخپلې کړې او د یو شمیر وړو ګوندونو دراخپلولو له کبله یې دغه څوکۍ 165 ته ورسولې . په دغو ټاکنو کې بخت له بینظیر بوټو سره یاري ونه کړه او یوازې 18 یې وګټلې .
کله ، چې نواز د لومړی وزیر په توګه لوړه وکړه نو ژمنه یې وکړه ، چې د پاکستان اقتصادي وضعیت به ښه کوي ، دپړسوپ مخنیوي به کوي ، دپاکستان 30 ملیارده ډالره پور به پرې کوي ، له هند سره به خپلې اړیکې ښې کوي او افغان کړکیچ ته به حل راوباسي .
نواز له دغو ژمنو څخه یوه هم پوره نه کړه او یوازې یې دخپلو صلاحیتونو دپراخولو په سوچ کې و او د پاکستان په اساسي قانون کې یې دځان په ګټه د دیارلسم ځل لپاره بدلون رامنځته کړ او له ولسمشر ه یې دا حق واخېست ، چې یا لومړې وزیر له واکه ګوښه کړي او یا پارلمان ړنګ کړي یو بل کار ، چې دا څوارلسم بدلون ونومول شو هغه دپارلمان دغړو ګوندي تعهد و او د ګوند مشر کولای شي ،چې هرهغه غړی ،چې دمشر له امر سرغړونه وکړي له پارلمان وباسي دغه بدلون په عملي بڼه د باور دسلب له مخې دلومړي وزیر ګوښه کول ناشوني کړل په بله مانا دنواز دغه بدلونو دومره صلاحیت ورکړ ، چې دغو ټول صلاحیتونه دومره و ، چې له نواز سره نه چا حساب وکتاب کولای شو او نه یې ګوښه کولای شو . دهمدغو صلاحیتونو له کبله دنواز او دسترې محکمې دمشر سیدسجاد علي شاه تر منځ اختلاف سر راپورته کړ او په 1997 ز کې دمحکمې رییس استعفا ته اړ شو .
دنواز ددومره محبوبیت تر شا د1998 ز دمی د 8 نېټې اتومي چاودنې وې ، چې دهندوستان په مقابل کې یې وکړې .
دپوځ او نواز ترمنځ اړیکې دومره ښې نه وې کله ،چې نواز دلومړي ځل لپاره لومړې وزیر شو دپوځ دڅلوروواړو مشرانو ( ستردرستیز ) سره یې اړیکې ترینګلې وې لومړي یې په 1991 ز کې دکویټ دجګړې پر سر له جنرال میزرا اسلم بیګ ، په سند ایالت کې د ډله ییزو وژنو پر سر له جنرال اصف نواز ، له ولسمشر غلام اسحاق خان او خپله نواز ترمنځ د اختلاف په اړه یې دپوځ له لوی درستیز واحد کرکر او څلورم په پاکستان کې دملي امنیت دکمیسون دجوړونې پر سر یې له ستر درستیز جنرال جهانګیر کرامت سره اختلاف سر راپورته کړ همدا و ، چې جنرال کرامت د 1998 ز به اکتوبر کې استعفا وړاندې کړه خو وخت یې د 1999 ز دجنورۍ پر 9 پوره کیده .
له جنرال کرامت سره دنواز شریف اختلاف له واک سره خپله دنواز پيل او پای و د جنرال له استعفا وروسته نواز داسې ګام پورته کړ ، چې وروسته بیا پرې پېښمانه ، جنرال مشرف یې دستر درستیز په توګه وګوماره نواز دا انګیرله ، چې مشرف له لږه کیو سره تړاو لري دومره به ځواکمن نه وي او دده تر اغیز لاندې به وي ، خو جنرال دومره ځان ورنږدې کړ ، چې په پای کې یې دنواز حکومت رانسکور او زندان ته یې واستوه او په نواز یې دقاچاق ، درغلۍ ، تښتونې تورونه ولګول وروسته یې بیا د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر بیل کلینټن پر منځګړتوب د اعدام له سزا وژغوره او سعودي عربستان ته یې تبعیدکړ .
نواز دکرکټ له لوبې سره ډیره لېوالتیالري دشلمې پیړۍ په اویاییمو کلونو کې یې دغه لوبه د یو ماهر لوبغاړي په توګه تر سره کوله د 1974-1973 ز ترمنځ د پاکستان داورګاډیو دکرښې دلوبډلې داستازي په توګه دغه لوبه کړې ده .
نواز شریف دخپل پلار میا محمد شریف په خوښه دخپل تره له لور نصرت شهباز سره دودیز واده وکړ او دحمزه ، سلمان سربېره یې له نصرت څخه درې لورګانې وزیږولې . نواز له عالیې هني سره دویم واده وکړ ، خو وخت یې سره تیر نه شو او دخدیجې په نوم یوه لور یې له دویم واده څخه پيداشوه ،خو عالیې ورڅخه طلاق واخېست اوس یې له تهمینه درانې سره درېیم واده کړې .
دنواز شریف سیاسي ژوند
دپنجاب د پارلمان غړی
دمالیې وزیر (1981 ز )
دسپورت وزیر
دملي پارلمان مرستیال (1985 ز )
دپنجاب ایالت لومړی وزیر (1985 ز داپریل 9)
دضیاء الحق له ترور وروسته دانتقالې دورې لومړې وزیر (1988 ز می 31 )
دپاکستان لومړ ې وزیر (1990 ز)
دپاکستان لومړې وزیر (1997 ز)
په 1999 ز داکتوبر پر 12 نېټه دجنرال مشرف له خوا دېوې کودتا له کبله له واکه ګوښه شو .
په 2000 ز کې دحکومت له پریکړې سره سم دخپلې کورنۍ په ګډون سعودي عربستان ته تبعید شو وروسته بیا دلسو کلونو لپاره لندن ته ولاړ او په پاکستان کې دروغتیا پخوانې وزیر جاویدهاشمي دګوندسرپرسرست شو .
په 2002 ز کې جنرال مشرف دبینظیر بوټو او نواز شریف په اړه یو فرمان صادر کړ، چې له دې وروسته دغه دواړه لومړي وزیران نه شي کولای ، چې د درېیم ځل لپاره دغې څوکۍ ته ځان کاندید کړي .
په 2002 ز کې نواز شریف په ټاکنو کې له ونډې اخېستو نټه ( انکار) وکړ او دلیل یې دا و ،چې پوځ به هر څه دخپلې ګټو په موخه راڅرخوي .
د 2004 ز په اګسټ کې نواز پر جنرال مشرف نیوکه وکړه او خپل ګوند ته یې په یو لیک وليکل، چې: ( پاکستان اوس نه په کور او نه بهر کې ډاډمن دی ) .
د2006 ز په می کې په پلازمینه لندن کې بینظیر بوټو اونواز سره ولیدل او دا ژمنه یې وکړه ، چې بېرته به پاکستان ته ستنیږي او دديموکراسۍ درامنځته کیدو په موخه به مبارزه کوي او همدغه مهال یې د ( ډیموکراسۍ تړون ) هم لاسلیک کړ .
د2007 ز په می کې نواز او بوټو دچارواکو پریکړې وننګولې او په ټاکنو کې یې دونډې اخېستو په موخه پاکستان ته دراستنیدو ژمنه وکړه .
نواز شریف د 2007 ز داګسټ پر 2 مه وغوښتل ، چې دپاکستان ستره محکمه ورته اجازه ورکړي ، چې بېرته پاکستان ته راستون شي ، محکمې دهمدغه میاشت پر 23 ورته اجازه ورکړه کله ،چې نواز د2007 ز پر سپټمبر کې پاکستان ته راغی چارواکو بېرته جدې ته وشړه ، وروسته بیا د2007 ز دنومبر پر 25 پاکستان ته راغی او د پيپل پارټۍ په مرسته يې خپل دښمن او سيال له واک څخه لرې کړ.
وروستي