کورونا ویروس مبارزې په خاطر چین کې په  ۱۰ ورځو کې یو زره بستر روغتون کې جوړ شو

روهي( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )، چین اوس مهال د ۲۰۱۹ کال کورنا ویروس په پایله کې له یو ستونزمن حالت سره مخ دی، چې تر دې دمه ت۱۴۰۰۰ ډېرو خلکو کې تایید شوی، او د ناروغانو مخ په زیاتیدونکي شمیرې ته په څو ورځو کې په حیرانتیا سره څو زره تختونه رسولي دي. روغتون جوړ کړی او ټوله نړۍ یې حیران کړې.
 
د چین ګلوبل ټلویزیوني شبکې (CGTN) په وینا ، د هاکیان روغتون د جنوري په ۲۳ پیل او د فبروري په ۲ سهار بشپړ شو.

ګلوبل ټایمز په ټویټر کې ویلي چې دغه روغتون اوس د طبي کارمندانو لخوا کنټرول کیږي او د دوشنبې په ورځ به هلته د ناروغانو نوم لیکنه پیل کړي.

روغتون په ۲۵۰۰۰ متره مربع کې جوړ شوی او په ۱۰۰۰ بسترونو مشتمل دی.
تر دې دمه په چین کې د ویروس په پایله کې د۳۰۴ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی، پداسې حال کې چې د ووهان په ګډون څو ښارونه تړل شوي او قرنطین شوي دي.