له چين وراېخوا؛ کرونا ويروس فيلپين کې يو کس ووژلو 

روهي (يوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، چين کې کرونا ويروس له سلو زيات کسان ووژل او تر پنځه زره نور يې اغېزمن کړي دي. له چين وراېخوا د کرونا ويروس د مړينې لومړۍ پېښه فيلپين کې ثبت شوې ده. 

که څه هم له چين پرته د نړۍ ۱۸ هېوادونو ته کورنا ويروس رسېدلی او مثبتې پېښې يې ثبت شوې دي، خو فيلپين کې يې د مړينې پېښه بې سارې ده. 

د افغانستان په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو له چين سره تګ - راتګ محدود کړی او همدا ډول يې له خپلو وګړو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د ختمېدو هلته پاتې شي.