د پاکستان پوځ: هندي کشمير کې بيا پارونکي بريدونه کړي 

روهي (پوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د پاکستان پوځ وايي چې هندي پوځيانو کشمير کې پر کنټرول کرښې پارونکي بريدونه کړي دي چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې ۴۵ کلن محمد سفير نومی يو ولسي وګړي سخت ټپي شوی دی. پاکستان ادعا کوي چې هندي پوځيانو سيمه کې ولسي وګړي په نښه کړي وو. 

پاکستان وايي چې د هندي پوځ د دغه عمل په غبرګون کې بهرنيو اړيکو دفتر ناسته رابللې ده او د ډپلماټيکو لارو يې د ځواب غوښتنه کړې. د هند او پاکستان ترمنځ کشمير کې  له نښتو وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړېتوب اوربند اعلان شوی دی. 

پاکستان شکايت کوي چې هندوستان تر خپل کنټرول لاندې کشمير کې ولسي وګړي په نښه کوي او په ستر لاس بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.