د چین له وهان څخه به افغان محصلین وباسل شي

روهي(یوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د کابل او بيجنګ ترمنځ د چین په وهان ښار کې د شته افغان محصلینو د برخلیک پرسر له څو ورځو خبرو وروسته اوس افغانستان هم چین کې د کرونا ویروس له اصلي مرکز (وهان) ښار نه خپل وګړي وباسي.
وهان کې شاوخوا پنځوس افغانان په زده کړو بوخت دي د افغانستان د روغتیا وزارت وايي وهان ښار کې ۴۱ افغان محصلین به د دغه هېواد د حکومت له اجازې وروسته کابل ته راستانه کړي.
روغتیا وزیر  فېروزالدین فېروز وویل ددې کار له پاره الوتکه ځانګړې شوې او د بېجېنګ سپارښتنو او اجازې ته ګوري.او وویل :افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد پرمهال به د هېواد د شاوخوا ۳۰ میلیونه کسانو وقایه هم په پام کې ولري. د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې بيړنی روغتیایي حالت اعلان کړ او افغانستان ته یې هم د دغه ويروس د تشخیص لپاره د پرمختللو وسایلو د ورکړې ژمنه وکړه.