ځان پخپله قدرمن کړه!

ځان پخپله قدرمن کړه! لاړ شئ بازار ته او ځانته ډالۍ واخلئ،ګوندې ځينو ته د خندا خبره ښکاره شي خو دا يو حقيقت ده چې بازار ته تلل او د ځان لپاره د توکو اخيستل،غم او غوسه ختموي. پوهان وايي:د زړه تنګون په وخت کې کولى شئ لاړ شئ بازار ته او د ځان لپاره ښکلي توکي ډالۍ کړئ، په حال کې به مو له ورايه بدلون راښکاره شي.بيلا بېل دليلونه هم شته چې له مخې يې ويلى شو ،چې بازار ته تلل مو حال راښه کوي.ځينې علتونه يې دا دي:   1- د توکو اخيستل مو د څه مودې لپاره ذهن له ځانه سره مصروف ساتي،او د اخيستلو پر مهال مو ذهني تمرکز پر هغه شي وي چې اخلو يې.په دې توګه ذهن مو له نورو تشويشونو او اندېښنو په امان وي.   2- له بله پلوه د اخيستلو پر وخت کې مو په مغز کې سروتين هورمون ترشح کيږي.او دا هغه هورمون ده چې د دې لامل کيږي مثبت او ښه احساس ولرو.   3- که د اخيستلو په وخت کې مو ورته پام شوى وي چې د شيانو او توکو اخيستلو په وخت کې هر څوک د د خوښۍ احساس لري او دا هماغه مغز کې د خوشحالۍ هورمونونو ترشح ده. ځينو څېړونو ښودلې که د کوم شي اخيستلو پر نيت له کوره ووځو او واينخلو هم نو پروا نه کوي ځکه يوازې تلل زمونږ پر روح او روان يې خپل مثبته اغيزه پريښې. د يوه وړکي او ارزانه شي په اخيستلو هم ښه حس ځانته ورکولى شئ او که د دې اندېښنه درسره وي چې بازار ته تګ کې درنه ډېرې پيسې ځي نو بانکي کارتونه کور کې پرېږدئ کړئ او لږې پيسې درسره واخلئ او لاړ شئ.   ليکنه:مريم صديقي