زرين انځور

 تېره ورځ دجرمني د بن په ښار کې د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال او افغان فرهنګيالي زرين انځور د لنډو کيسو د شپږمې ټولګې د مخکتنې په ډول يوه غونډه جوړه شوه. انځور صيب ته د پښتنو  فرهنګيانو په منځ کې يوازې له دې امله درناوی نه کيږي، چې هغه ډېرې ښې لنډې کيسې ليکي او يا ښه کره کتونکی او محقق دی، بلکې له دې امله هم ډېر د درناوي وړ دی چې هغه د لوی خوشال پر پلونو روان يولوی فرهنګيالی دی. دی هم د ليکنې او هم د ملي ــ فرهنګي مبارزې يو دروند او نه ستړی کېدونکی لاروی دی. دی  د خوشال بابا په څېر د پښتنو د فرهنګي ودې او ويښتيا ډېر لوی ارماني دی، خو خپل ارمانونه يوازې په احساساتو کې نه خلاصوي بلکې عملاً مبارزه ورته کوي او ځان يې ورته وقف کړی. د انځور صيب ځينې دوستان پر ده نيوکه کوي ، چې ولې يې په وروستۍ لسيزه کې کم اثار ليکلي ،که څه هم دی په خپله څه نه وايي ، خو په وروستۍ لسيزه کې ده له يو مخې ځان ملي ــ فرهنګي مبارزې ته وقف کړی. يوازې په همدې وروستۍ لسيزه کې د لوېديځ له ډېر بوخت او ماشيني ژوند  باوجود  د ده په همت په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه رامنځته شوه او د همدې ټولنې په چوکاټ کې شاوخوا څلوېښت لويې او وړې غونډې ترسره شوې او شاوخوا 110 با ارزښته علمي او ادبي کتابونه په پښتو ژبه چاپ شول. د ده په همت په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه رامنځته شوه او له همدې سنګر څخه د افغانستان د ملي او فرهنګي مسايلو په اړه د افغانانو غږ او د زړه اواز پورته شو. انځور صيب نه يوازې په جرمني کې د يوې پياوړې فرهنګي ټولنې بنسټ کېښود، بلکې دا به بې انصافي وي که د اروپا په نورو هېوادونو کې د ټولنو په جوړولو او فرهنګي هلوځلوکې د ده هڅوونکې هڅې هېرې کړو. که څه هم اوس په افغانستان کې دننه  يو زيات شمېر کلتوري ټولنې رامنځته شوي او هره يوه يې له خپلې وسې سره د ارزښت وړ خدمتونه ترسره کوي ، خو هغه مهال چې په افغانستان کې جګړه روانه وه او فرهنګي مسايل بيخي له پامه غورځېدلې وو،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لارې د انځور صيب خدمتونه داسې و، لکه اکسير او نوش دارو.راځیء له همدې موقع څخه ګټه پورته کړو او د انځور صيب د ژوند له کيسې هم ځانونه خبر کړو:
محمد زرين انځور ، چې يو افغان ژورناليست، کيسه ليکونکی، کره کتونکی ، څېړونکی او په عامه مانا يو فرهنګي  دی او دم مهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په وزارت کې کار کوي، پر ١٣٣٥ ل. هـ.  ( ١٩٥٦ ز. )کال د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث په کلي کې زېږېدلی دی.  د پلار نوم يې الحاج عبداللطيف ګرديوال دی چې  ډېر وخت يې د افغانستان د پوهنې وزارت په جوکاټ کې د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره نه هېريدونکي خدمتونه کړي دي. د هېواد په بېلابيلو سيمو او په تېره بيا په ختيځو ولايتونو کې يې د ښوونکي ، مفتش او په وروستيو کې د ننګرهار د پوهنې د مرستيال په توګه دندې تر سره کړې دي، هغه د خپلو خدمتونو له امله د ننګرهار په پوهنيزو کړيو کې ډېر د درناوي وړ ګنل کيږي.  زرين انځور له ١٩٩٥ ز.(١٩٧٤ ل.) کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسي. زده کړې زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د ګردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځوۍ او دويمې زده کړې يې په ۱۳۵۲ ل. کال د ننګرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي بيا يې په ١٣٥٣ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي او  په ١٣٥٦ ل. کال کې د ژورناليزم له څانګې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانګه کې خپل د ماسټرۍ بريليک هم ترلاسه کړی. دندې نږدې لس کاله يې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د چمتوکوونکي او ليکوال په توګه کار کړی دی. په ١٣٦٦ ل. کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانګې مشر ؤ. نوموړي په ١٣٦٨ ل. کال کې پېښور ته کډوال شو او د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنې د خپرنيز ارګان خپلواکۍ مجله يې څلور کاله وچلوله. هماغلته په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو سره په ګډه د افغانستان کلتوري ټولنه جوړه کړه چې د همدغې ټولنې د سپېدې ادبي او کلتوري مجلې په خپرولو کې يې فعاله ونډه درلوده همداراز د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره يې ادبي او پوهنيزې غونډې او سيمينارونه جوړ کړي. بيا کله چې هغه جرمني هېواد ته کډه وکړه نو په ١٩٩٨ ز. کال کې يې د يو شمير فعالو فرهنګيانو او فرهنګپالو سره په ګډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه بنسټ کېښوده چې تر اوسه يې په لسګونو مهم اثار په پښتو ژبه خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي او کلتوري غونډې او سيمينارونه يې رابللي دي.   ادبي ژوند زرين انځور د ښوونځي له وختونو نه شاعري او ليکوالي پيل کړې، خو د هغه وخت آثار يې خپاره شوي نه دي. کله چې هغه کابل پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره راغی نو د خپلو زده کړو سره سره يې په افغاني رسنيو کې خپلې ليکنې او شعرونه خپرول. د هغه لومړنۍ ليکنې، شعرونه او لنډې کيسې په ١٣٥٤ ل. کال کې په ننګرهار مجله او بيا په زيري جريده، کابل، پکتيا، کندهار، پلوشه او نورو بيلابېلو خپرونو تر څنګ د افغانستان په راډيويي او ټلويزوني خپرونو کې هم خپاره شوي دي. که څه هم چې د زرين انځور د ادبي کار او زيار لويه برخه پښتو کيسه ليکنې او د نوي پښتو ادب کره کتنې او څېړنې ته ځانګړې شوې، خو هغه په نورو ادبي او کلتوري برخو کې د هم پام وړ څېړنې او ليکنې کړي او يو شمېر کتابونه يې خپاره شوي دي. چاپ شوي آثار د زرين انځور ګڼ شمېر ليکنې د افغانستان او د هغه هېواد نه دباندې په رسنيو کې خپرې شوې دي چې شمېر يې نه دی مالوم، خو د خپرو شويو کتابونو لړليک يې په لاندې ډول دی: 1.     دا سرونه، دا رسمونه - د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل 2.     شاړې کوڅې - د لنډو کيسو دويمه ټولګه - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل 3.     تروږمۍ - د لنډو کيسو درېيمه ټولګه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور 4.     زموږ د کلي پاڼې - د لنډو کيسو څلورمه ټولګه - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور 5.     دلته غرونه نه دي هسک - د لنډو کيسو پنځمه ټولګه - چاپکال ١٣٧٩ ل، پېښور 6.     د غزل په اننګو کې - د حمزه شينواري د غزلياتو څېړنه او غور چاڼ - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل 7.     د شريف ديوان - د ننګرهار د ولسي شاعر د شعرونو جونګ - چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل 8.     هجري د زنځيرونو شاعر - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل 9.     اباسين کيسې کوي - د پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنه - چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل 10.                       شعرونه او نقدونه - د معاصر پښتو شعر کره کتنه - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل 11.                       د افغانستان د ژورناليزم مخکښان - چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل 12.                       د مهدي داستاني کليات (تدوين او سريزه) - چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل 13.                       يون - د حمزه شينواري د غزليزې ټولګې تدوين او سريزه - چاپکال ١٣٦٦ ل، کابل 14.                       خپلواک غږونه (له ښاغلي زلمي هېوادمل سره په ګډه) - انتخاب او سريزه - چاپکال ١٣٦٨ ل، کابل 15.                       د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دی؟ - له محمد اصف صميم سره په ګډه - چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور 16.                       د ثور په تراژيدۍ کې فرهنګ، ادبيات او آزادي - چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور 17.                       د صدر خوشال ژوند او اثار - چاپکال ١٩٩٦ ز. پېښور 18.                       راروان دي تور بادونه - د لنډو کيسو وروستۍ ټولګه - چاپکال ۲۰۰۹ ز. پېښور