لندن: د چاړو له بريد وروسته بريدګر په ډزو وژل شوی؛ پوليس وايي چې بريد ترهګريز عمل وو 

روهي (يوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د انګلستان لندن ښار په ختيځ برخه کې نن يو بريدګر د چاړې په وسيله څو کسان ټپان کړل چې وروسته پوليسو بريدګر په ډزو ووژلو. 

سيمه ييز پوليس وايي چې بريد ترهګريز عمل او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي. سيمه د ښاريانو پر مخ تړل شوې ده او پر هوا هم چورلکې الوتنې کوي. 

له دې وړاندې هم په لندن يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې دا ډول بريدونه کيږي، چې موخې يې مختلفې  وي.