روهي (يوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبداله د يو مکتوب له لارې د هېواد بهرنيو چار وزارت ته امر کړی دی، چې په دې وزارت کې دې له هر ډول تقرر او ګوښه کېدنو لاس پر سر شي.
دغه مکتوب کې ليکل شوي دي، چې د ملي يووالي حکومت د ملي ګټو د ساتنې په موخه رامنځ ته شو. عبدالله عبدالله بهرنيو چارو وزارت ته حکم کړی دی چې د وزارت دننه او بهر نمايندګيو کې د سمون په نوم له هر ډول ټاکنو او ګوښه کېدو لاس واخلي.
د حکومت اجرائيه رئيس وايي چې په دې حساس وخت او د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو تر اعلان هر ډول ټاکنې او ګوښه کېدنې منع دي او اجرائيه رياست به پرې څار کوي.
له دې وړاندې هم د اجرائيه رياست وياند ويلي وو، چې د ملي يووالې حکومت د هوکړې اړوند د بهرنيو چارو وزارت څوکي د اجرائيه رياست ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لاس وهنې ورته د منلو وړ نه دي.
وروستي